Language

د پنجوايي خلک روغتیايي اسانتیاوې غواړي

کندهار (پژواک، ۲۱ زمری ۹۸): د کندهار د پنجوايي خلک وايي چې په ولسوالۍ کې یې روغتیايي خدمات د نفوسو په تناسب ډېر کم دي او له حکومته غواړي چې روغتیايي اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

دوی له حکومته غواړي چې په دې ولسوالۍ کې روغتیايي خدمات ډېر کړي.

د پنجوايي ولسوالۍ د موشان سیمې اوسېدونکي عبدالباري پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې وروستیو کې د دې ولسوالۍ نفوس ۲۰۰زره کسانو ته رسېږي خو د نفوسو په تناسب روغتیايي خدمات کم دي.

ده وویل، د ولسوالۍ په مرکز او نږدې سیمو کې پنځه روغتیايي مرکزونه فعال دي چې تر یوه بریده یې د خلکو اړتیا پوره کړې خو د لرو سیمو خلک په دې برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

دی وايي، د محدودو روغتیايي خدماتو له امله ډېر مهال ناروغان خپل ژوند له لاسه ورکوي او یا اړ کېږي چې د درملنې لپاره کندهار ښار ته ولاړ شي.

نوموړی غوښتنه کوي چې په دې ولسوالۍ کې دې روغتیايي خدمات ډېر او لرو سیمو ته هم وغځول شي.

د دې ولسوالۍ د زنګ اباد سیمې اوسېدونکی ملا نجیب الله هم وايي چې د ولسوالۍ نفوس یې ډېر او کلي یې زیات دي چې شته روغتیايي مرکزونه ورته بسنه نه کوي.

دی وايي، د ولسوالۍ د لرو کلیو اوسېدونکي اړ دي د خپلو ناروغانو د درملنې لپاره اوږد مزل وکړي چې دا یوه ستونزه ده؛ ځکه لارې خرابې دي او بېړني ناروغان ژر تر روغتونه نه شي رسول کېدای.

د پنجوايي دولتي مسوولین او د روغتیا برخې چارواکي هم په دې ولسوالۍ کې د روغتیايي مرکزونو شمېر کم ګڼي او وايي د ډېرېدو لپاره یې مرکزي ادارې ته وړاندیزونه کړي دي.

د پنجوایي ولسوال فضل محمد اسحاقزي پژواک اژانس ته وویل، د دې ولسوالۍ نفوس له ۲۰۰زره تنو اوړي خو د همدغه شمېر نفوس لپاره یوازې پنځه روغتیايي مرکزونه جوړ شوي چې دوه یې بشپړ او ۳ یې بنسټیز دي.

دی وايي، شته روغتیايي مرکزونه د خلکو اړتیاوې نه شي پوره کولای، په ځانګړې توګه د دې ولسوالۍ د سرحدي سیمو اوسېدونکي له ډېرو ستونزو له مخ دي.

د ده په وینا، په دې ولسوالۍ کې یې د روغتیايي خدماتو د پراختیا لپاره ولایتي ادارې ته وړانديزونه کړي او هغوی ژمنه کړې چې خدمات به پراخوي.

login or register a new account.