کندهار (پژواک، ۲۱ زمری ۹۸): د کندهار د پنجوايي خلک وايي چې په ولسوالۍ کې یې روغتیايي خدمات د نفوسو په تناسب ډېر کم دي او له حکومته غواړي چې روغتیايي اسانتیاوې ورته برابرې کړي.
دوی له حکومته غواړي چې په دې ولسوالۍ کې روغتیايي خدمات ډېر کړي.
د پنجوايي ولسوالۍ د موشان سیمې اوسېدونکي عبدالباري پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې وروستیو کې د دې ولسوالۍ نفوس ۲۰۰زره کسانو ته رسېږي خو د نفوسو په تناسب روغتیايي خدمات کم دي.
ده وویل، د ولسوالۍ په مرکز او نږدې سیمو کې پنځه روغتیايي مرکزونه فعال دي چې تر یوه بریده یې د خلکو اړتیا پوره کړې خو د لرو سیمو خلک په دې برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
دی وايي، د محدودو روغتیايي خدماتو له امله ډېر مهال ناروغان خپل ژوند له لاسه ورکوي او یا اړ کېږي چې د درملنې لپاره کندهار ښار ته ولاړ شي.
نوموړی غوښتنه کوي چې په دې ولسوالۍ کې دې روغتیايي خدمات ډېر او لرو سیمو ته هم وغځول شي.
د دې ولسوالۍ د زنګ اباد سیمې اوسېدونکی ملا نجیب الله هم وايي چې د ولسوالۍ نفوس یې ډېر او کلي یې زیات دي چې شته روغتیايي مرکزونه ورته بسنه نه کوي.
دی وايي، د ولسوالۍ د لرو کلیو اوسېدونکي اړ دي د خپلو ناروغانو د درملنې لپاره اوږد مزل وکړي چې دا یوه ستونزه ده؛ ځکه لارې خرابې دي او بېړني ناروغان ژر تر روغتونه نه شي رسول کېدای.
د پنجوايي دولتي مسوولین او د روغتیا برخې چارواکي هم په دې ولسوالۍ کې د روغتیايي مرکزونو شمېر کم ګڼي او وايي د ډېرېدو لپاره یې مرکزي ادارې ته وړاندیزونه کړي دي.
د پنجوایي ولسوال فضل محمد اسحاقزي پژواک اژانس ته وویل، د دې ولسوالۍ نفوس له ۲۰۰زره تنو اوړي خو د همدغه شمېر نفوس لپاره یوازې پنځه روغتیايي مرکزونه جوړ شوي چې دوه یې بشپړ او ۳ یې بنسټیز دي.
دی وايي، شته روغتیايي مرکزونه د خلکو اړتیاوې نه شي پوره کولای، په ځانګړې توګه د دې ولسوالۍ د سرحدي سیمو اوسېدونکي له ډېرو ستونزو له مخ دي.
د ده په وینا، په دې ولسوالۍ کې یې د روغتیايي خدماتو د پراختیا لپاره ولایتي ادارې ته وړانديزونه کړي او هغوی ژمنه کړې چې خدمات به پراخوي.
بلخوا د دې ولسوالۍ د روغتیا برخې مسوول عبدالله اغا وايي، له شته روغتیايي مرکزونو د دې ولسوالۍ ۸۰ سلنه وګړي ګټه اخلي او پاتې ۲۰ سلنه یې بیا د اړتیا پر مهال د ګرځنډه روغتیايي ټیمونو له خوا درملنه کېږي.
دی زیاتوي، په دې وروستیو کې د دې ولسوالۍ لپاره یو ۲۰ بستریز روغتون منظور شوی چې د جوړېدو چارې یې روانې دي.
د ده په وینا، د دغه روغتیايي مرکز په جوړېدو سره به تر یوه بریده د خلکو روغتیايي ستونزې حل شي.
د پنجوايي د روغتونونو ډاکتران وايي، په منځنۍ کچه د ورځې له ۲۵۰ تر ۳۰۰ ناروغان دوی ته مراجعه کوي چې ډېره برخه یې ښځې دي.
پنجوايي ولسوالۍ د کندهار ښار په ۲۰ کیلومترۍ کې پرته ده چې امنیتي وضعیت یې ښه دی، له همدې امله یې نفوس تر نورو ولسوالیو ډېر دی.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










