خوست ښار (پژوک، ۲۲ زمری ۹۸): په خوست ولايت کې ناپېژانده کسانو د يوې کورنې درې غړي وژلي دي.
امنيتي چارواکي وايي، دغه پېښه تېره ورځ د ياد ولايت د اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ اړوند د حيدرخېلو مقبلو په کلي کې رامنځته شوې ده.
د خوست د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عادل حيدر د زمري په ٢٢مه، د پېښې د تاييد ترڅنګ پژواک خبري اژانس ته وويل، وژل شوي کسان د يوې کورنۍ غړي دي چې دوه وروڼه او يو زوی په کې شامل دي.
نوموړي زياته کړه، دغه کسان په اصل کې د پکتيا ولايت د سيدکرم ولسوالۍ اوسېدونکي وو، چې له اختره يې يوه ورځ مخکې دغه کور ته کډه راوړې وه.
د هغه د معلوماتو له مخې، دغه کورنۍ له چا سره کومه شخصي دښمني نه لري، خو زياتوي چې د وژل شويو کسانو د قاتلينو د نيولو هڅې پيل شوې دي.
د رحمان ګل په نوم د سيمې يو تن اوسېدونکي هم پژواک سره په خبرو کې وويل چې دغو کسانو له چا سره دښمني نه لرله او ورځنۍ دياړي يې کوله.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن