پلخمری(پژواک، ۲۳زمری ۹۸): د بغلان اوسېدونکي وايي چې وسله والو طالبانو يوځل بيا د شپې له مخې په دغه ولايت کې د مخابراتي شبکو پر فعاليت بنديز لګولى دى.
د دغه ولايت يو تن قومي مشر سيد کمال وردګ د زمري په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو څلورو کلونو راهيسې په دغه ولايت کې د شپې له مخې مخابراتي شبکې کار نه کوي.
خو دى وايي: ((طالبانو د دغه اختر په شپو کې مخابراتي شبکو ته د فعاليت کولو اجازه ورکړې وه، خو اوس د اختر په خمتېدو سره يې د شپې له مخې بيا د مخابراتي شبکو فعاليت بند کړى دى.))
د هغه په وينا، د اختر په شپو کې خلک د مخابراتي شبکو فعاليت ته ډېر خوښ وو او له طالبانو څخه غواړي چې د تل لپاره مخابراتي شبکو ته د فعاليت کولو اجازه ورکړي.
دغه راز بل قومي مشر چې نه غواړي نوم یې خپور شي پژواک ته وويل چې د اختر په شپو کې مخابراتي شبکو فعالیت درلوده او دى توانيدلى چې له خپلو دوستانو سره اړيکې ونيسي.
هغه زياته کړه: ((ډېرى وخت پېښې د شپې له مخې رامنځته کيږي، که طالبان مخابراتي شبکو ته د شپې له مخې د فعاليت کولو اجازه ورکړي ډېره به ښه وي.))
د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.
بل لورته په شمال ختیځ زون کې د يوې خصوصي مخابراتي شبکې د امنیتي چارو یو تن مسوول د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وويل چې طالبانو د اختر په درېیو شپو کې دوى ته د فعالیت کولو اجازه ورکړې وه.
خو زياته يې کړه: ((تېره شپه یې وخت پوره شو او د تېر په څېر به په بغلان، کندوز او تخار ولایتونو کې شبکې د ماښام له شپږو د سهار تر پنځو پورې فعاليت نه کوي.))
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP