منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۴۲ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

طالبانو يوځل بيا بغلان کې د مخابراتي شبکو پر فعاليت بنديز لګولى

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۲ کتنې

پلخمری(پژواک، ۲۳زمری ۹۸): د بغلان اوسېدونکي وايي چې وسله والو طالبانو يوځل بيا د شپې له مخې په دغه ولايت کې د مخابراتي شبکو پر فعاليت بنديز لګولى دى.

د دغه ولايت يو تن قومي مشر سيد کمال وردګ د زمري په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو څلورو کلونو راهيسې په دغه ولايت کې د شپې له مخې مخابراتي شبکې کار نه کوي.

خو دى وايي: ((طالبانو د دغه اختر په شپو کې مخابراتي شبکو ته د فعاليت کولو اجازه ورکړې وه، خو اوس د اختر په خمتېدو سره يې د شپې له مخې بيا د مخابراتي شبکو فعاليت بند کړى دى.))

د هغه په وينا، د اختر په شپو کې خلک د مخابراتي شبکو فعاليت ته ډېر خوښ وو او له طالبانو څخه غواړي چې د تل لپاره مخابراتي شبکو ته د فعاليت کولو اجازه ورکړي.

دغه راز بل قومي مشر چې نه غواړي نوم یې خپور شي پژواک ته وويل چې د اختر په شپو کې مخابراتي شبکو فعالیت درلوده او دى توانيدلى چې له خپلو دوستانو سره اړيکې ونيسي.

هغه زياته کړه: ((ډېرى وخت پېښې د شپې له مخې رامنځته کيږي، که طالبان مخابراتي شبکو ته د شپې له مخې د فعاليت کولو اجازه ورکړي ډېره به ښه وي.))

د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.

بل لورته په شمال ختیځ زون کې د يوې خصوصي مخابراتي شبکې د امنیتي چارو یو تن مسوول د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وويل چې طالبانو د اختر په درېیو شپو کې دوى ته د فعالیت کولو اجازه ورکړې وه.

خو زياته يې کړه: ((تېره شپه یې وخت پوره شو او د تېر په څېر به په بغلان، کندوز او تخار ولایتونو کې شبکې د ماښام له شپږو د سهار تر پنځو پورې فعاليت نه کوي.))

د نوموړي په وينا، د فعاليت بندولو له امله دوى ته ميليونونه افغانۍ زيان اوړي، خو که چېرې دغه کار ونه کړي له ستونزو سره مخ کيږي.

په دې اړه د بغلان ولایت د مخابراتو ريیس فیض محمد ارغند پژواک ته وويل چې د فعاليت جواز له مخې هره مخابراتي شبکه باید ۲۴ ساعته فعالیت وکړي.

دى وايي: ((دا چې په ځینو سیمو کې یې فعالیت ځنډیږي زیان یې حکومت ته نه دى، مربوطه شبکې او ملکي وګړو ته دى.))

ارغند زياتوي چې مخابراتي شبکو د خپل کاري ځنډ او یا هم وقفه يي تړل کېدو په اړه دوى ته خبر نه دى ورکړى.

ده هم وويل چې د اختر په شپو کې د مخابراتي شبکو د نه فعاليت کولو په اړه ده ته کوم شکايت نه دى رسيدلى.

بل لورته وسله والو طالبانو د يادو څرګندونو په اړه تازه څه نه دي ويلي، خو تر دې وړاندې يې ويلي وو چې په ځينو سيمو کې دوى د خپل امنيت د ټينګښت په موخه مخابراتي شبکو ته د شپې له مخې د فعاليت کولو اجازه نه ورکوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه