Language

د ناټو قوماندان: سياسي پروسه د افغان ځواکونو پر هڅو کومه اغېزه نه کوي

کابل (پژواک، ٢٤ زمرى ٩٨) : په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ مېلر وايي چې دوى ته د طالبانو پر ضد د عملياتو محدودولو هېڅ ډول امر نه دى شوى او له افغان ځواکونو سره به اوږه په اوږه خپلو فعاليتونو ته ادامه ورکوي.

هغه چې نن د زمري په ٢٤مه، د افغانستان د ملي دفاع وزير اسدالله خالد سره يې ګډې خبري غونډې ته وينا کوله، وويل چې افغانان بايد پر خپلو ملي ځواکونو و وياړي.

جنرال مېلر وويل، دغو ځواکونو د تېر لوى اختر پر مهال د خپلو خلکو امنيت ټينګ کړى او د رخصتيو پر ځاى يې دندې ترسره کړې.

نوموړي افغانانو ته په خپل پيغام کې وويل : (( زما په ګډون هر افغان بايد پر خپلو ځواکونو و وياړي او زه ترې مننه کوم چې د اختر په ورځو کې يې امنيت ټينګ کړى و. ))

د ناټو او ا مريکايي ځواکونو قوماندان وويل چې سياسي پروسه به د افغان ځواکونو پر هڅو او قربانيو کومه اغېزه ونه کړي.

جنرال سکاټ مېلر د سولې په اړه وايي، دى يو نظامي قوماندان دى او د خپلو مشرانو پر سپارښتونو عمل کوي، خو اوس مهال هغه له افغان ځواکونو سره اوږه په اوږه ولاړ دى او خپلو همکاريو ته ادامه ورکوي.

ده زياته کړه،د ملي دفاع وزير اسدالله خالد او د کورنيو چارو وزير مسعود اندرابي سره په ګډه له نږدې کار کوي .

د هغه په وينا، افغان او ناټو ځواکونه په ګډه ځينې عمليات پرمخ وړي، خو کله تېروتنې کېږي، چې له امله يې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي، خو هڅه کوي چې د ملکي تلفاتو کچه صفر ته راټيټه کړي.

login or register a new account.