کابل (پژواک، ٣٠ زمرى ٩٨) : سید موسی کلیم الفلاحي د افغانستان د اسلامي بانک د نوي رییس په توګه معرفي شو او خپله دنده یې پیل کړه.
د افغانستان د اسلامي بانک د رسنیزو اړیکو مسوول پژواک خبري اژانس ته وویل، په هغې غونډه کې چې په همدې موخه د افغانستان اسلامي بانک په مرکزي دفتر کې جوړه شوې وه، د افغانستان اسلامي بانک دواړو مرستیالانو، د مدیره پلاوي غړو او د مرکزي دفتر کارکوونکو ګډون درلود.
هغه زياته کړه، د افغانستان اسلامي بانک سهمدار او د عزیزي بانک اجرائیه رییس دکتور سالم امید د افغانستان اسلامي بانک نوي غوره شوي رییس ته د ښه راغلاست ترڅنګ د افغانستان اسلامي بانک د نوي رییس په توګه له خپلې همکارۍ ډاډ ورکړ.
د افغانستان اسلامي بانک مرستیال او پخواني سرپرست ډاکتر شریف الله ابراهیمي د افغانستان اسلامي بانک د مدیره پلاوي په استازیتوب خبرې وکړې او د بانک د اوسني وضعیت په اړه یې لنډ معلومات ورکړل .
نوموړي هم د بانک د مدیره پلاوي په استازیتوب یې د همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ.
وروسته سید موسی کلیم الفلاحی د افغانستان اسلامي بانک د نوي رییس په توګه وینا وکړه، په داسې حال کې چې افغانستان ته له راتلو یې خوښي وښوده، د افغانستان اسلامي بانک له مدیره پلاوي او مرستیالانو یې مننه وکړه.
د یادونې وړ ده چې سید موسی کلیم الفلاحي،له تېرو اته ویشتو کلونو راهيسې له بېلابېلو بانکونو سره دنده ترسره کړې او د اسلامي بانکدارۍ په برخه کې د پراخې تجربې خاوند دی، افغانستان ته تر راتلو وړاندې یې په عربي متحده اماراتو کې د نور اسلامي بانک، دوبۍ اسلامي بانک او قطر اسلامي بانک سره په بېلابېلو برخو کې دندې ترسره کړې دي.
login or register a new account.