پلخمري (پژواک، ۴ وږی ۹۸): د شمال ولايتونو په کچه د فوټبال سياليو ترسره کېدو په موخه د بغلان د مرکز پلخمري ښار د فوټبال لوبغالي د معياري کولو چارې پيل شوې.
د پلخمري ښاروال انجنیر نظام الدین حمیدي د وږي په څلورمه په دې اړه نیول شوو مراسمو ته وويل چې په بغلان کې ورزش ته د ځوانانو لېوالتیا ډېره شوې خو د مناسب لوبغالي د نه شتون له امله اړ دي نورو ولايتونو ته سفر وکړي.
حمیدي وايي چې د پلخمري فوټبال لوبغالى غیر معیاري جوړ شوی و چې د زون په کچه سيالۍ په کې نه ترسره کېدې.
خو دى زياتوي: ((نن يې موږ د معياري کولو کار پيل کړ څو د زون په کچه سيالۍ په کې ترسره شي.))
دغه راز د بغلان د فوټبال فدراسیون مشر اعظم اکرم زاده وویل چې د شمال ختیځ زون ولایتونو د فوټبال لوبډلو سيالۍ یې په بدخشان ولايت کې ترسره کړې.
دى وايي: ((که موږ خپله د زون په کچه معياري لوبغالى درلودلاى نو اړتيا نه وه چې بدخشان ته ولاړ شو خو اوس ښه شو چې دلته د ميدان د معياري کولو چارې پيل شوې.))
همدارنګه د بغلان ورزشي امريت مرستيال عثمان شېرزي پژواک ته وويل چې دغه لوبغالى پنځه کاله وړاندې د ١٧٥زره امريکايي ډلرو په لګښت جوړ شوى دى.
هغه زياته کړه: ((دا پنځه کاله يې موږ د معياري کېدو په تمه تېر کړل خو چا معياري نه کړ خو اوس ښه دى، د پنځه سوه زره افغانيو په لګښت يې د معياري کولو چارې پيل شوې.))
که څه هم چې د بغلان ډېرې سيمې نا امنه دي، خو زرګونه ځوانان يې په بېلابېلو برخو کې په ورزش بوخت دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP