نيلى (پژواک، ٥ وږی ٩٨): په تېرو دوو کلونو کې په دایکنډي ولایت کې ۸۰ سلنه ښځينه خبریالانو د کلتوري لاملونو، پر ټاکلي وخت د معاش د نه ورکړې او له ښځو سره د ځینو رسنیو د مسوولینو د تعصب ډک چلند له امله خبریالي پرېيښې ده.
د دایکنډي د اطلاعاتو او کلتور ریاست د معلوماتو له مخې، په وروستیو ۱۸ کلونو کې په دغه ولایت کې ۱۵ ښځينه خبریالانو د خبریالۍ دندې ترسره کولې.
خو دوی وايي چې په وروستیو دوو کلونو کې دغه شمېر درېیو ته راټیټ شوی چې د پام وړ کموالی ښيي.
خبریالان ولې خپل مسلک پرېږدي؟
ښځينه خبریالانې پر ټاکلي وخت د معاش نه ورکول، له ښځو سره د یو شمېر رسنیو د مسوولینو له تبعیض ډک چلند او ناسم دودونه د دوی پر وړاندې عمده ستونزې ګڼي.
فاطمې وطندوست د درېیو میاشتو لپاره په دایکنډي راډیو کې د خبریالۍ دنده ترسره کوله، د معاش د نه لرلو له امله يې د رسنیز کار پرېيښی او اوس په «افغان ایډ» موسسه کې کار کوي.
فاطمې وویل: ((له خبریالۍ سره مینه لرم، خو داچې معاش مې نه درلود، د لېږد وسیله مې نه لرله دغه مسلک مې پرېښود، ځکه اقتصادي ستونزې اجازه نه راکوي چې له معاش پرته خپل کار ته دوام ورکړم.))
دغه راز د نېکبختې په نوم یوې بلې خبریالې هم ښځينه خبريالانو ته د معاشو او نورو امکاناتو د نه شتون په اړه وویل، څلور میاشتې مخکې یې له خپلې دندې استعفا کړې ده.
نېبکخت چې له تېرو پنځو کلونو راهیسې یې په دایکنډي ولایت کې د «سبزها» په خصوصي ټلوېزیون کې د خبریالۍ دنده ترسره کوله وویل: ((سره له دې چې له خبریالۍ سره ځانګړې مینه لرم او په همدې څانګه کې مې لوړې زده کړې ترسره کړې خو د معاش د نه لرلو له امله مجبوره شوم چې له دندې استعفا وکړم او اوس د یو بل کار په لټه کې یم.))
معصومه سیرت چې له تېرو پنځو کلونو راهیسې یې په دایکنډي راډیو کې د خبریالۍ دنده ترسره کوله وویل، په ځینو رسنیو کې د نارینه مدیرانو او کارکوونکو له خوا له ښځو سره تبعیضي چلند ددې لامل شوی چې یو شمېر خبریالانې خپل مسلک پرېږدي.
دغه راز د نوموړې په خبره، لږ معاش، د نقلیه وسایلو نه موجودیت او ناامني نور هغه عوامل دي چې د ښځينه خبریالانو شمېر یې کم کړی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن