ښرنه (پژواک، ٥ وږى ٩٨): د پکتيکا امنيتي مسوولين وايي چې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه کې ٣٧ طالبان وژل شوي او يو شمېر نور يې ټپيان شوي دي.
د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر څارمن مسعود بابکرخېل د وږي په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته د پکتيکا-پکتيا پر لويه لار د زرمت ولسوالۍ د ډمانو په چهاراهي کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.
هغه وايي چې په دغه جګړه کې ٣٧ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.
د هغه په وينا، په وژل شويو کې د طالبانو د سرې قطعې مرستيال مولوي موسى هم شامل دى.
ده زياته کړه چې په دغه نښته کې پنځه جسدونه، يوه پيکا، درې ميله کلاشينکوفونه او پنځه موټر سايکلونه د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
ده وويل چې په دغه نښته کې يو پوليس هم ټپي شوى دى.
بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP