ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې ۱۴ ملکي وګړي او ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي

په هرات کې ۱۴ ملکي وګړي او ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي

author avatar
28 Aug 2019 - 14:40
په هرات کې ۱۴ ملکي وګړي او ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي
author avatar
28 Aug 2019 - 14:40

هرات ښار (پژواک، ٦ وږی ٩٨): د هرات حکومتي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې ۱۴ ملکي وګړي او ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي دي.

د هرات د پولیسو ویاند عبدالاحد ولي زاده نن پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه ۱۲ بجې د کشک رباط ولسوالۍ په چهاردره سیمه کې د وسله والو طالبانو او ولسي پاڅون کوونکو ترمنځ نښته شوې ده.

د ولي زاده په خبره، په دې نښته کې ۱۴ ملکي وګړي او ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي دي.

هغه زیاته کړه، سیمې ته د مرستندوی سرتېرو له لېږلو وروسته طالبان تښتېدلي دي.

ولي زاده وویل، په یاده نښته کې یو شمېر ملکي وګړي او ولسي پاڅون کوونکي ټپیان شوي هم دي.

د هرات د پولیسو د ویاند په خبره، تر اوسه معلومه نه ده چې په وژل شوو کې څو ملکي او څو نظامي کسان شامل دي.

په ورته وخت کې د هرات امبولانس مسوول ډاکتر ابراهیم محمدي وویل، په دې پېښه کې نهه کسان ټپیان دي چې شپږ یې د هرات امبولانس په وسیله د دغه ولایت ولایتي روغتون ته انتقال شوي دي.

هغه زیاته کړه، له دې پېښې ۱۴ جسدونه د رباط سنګي ولسوالۍ روغتیايي کلینیک ته لېږدول شوي دي.

بلخوا طالبانو هم یاده پېښه تایید کړې ده.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي چې تېره شپه طالبانو د هرات د رباط سنګي ولسوالۍ په وکیل احمد کلي کې د ولسي پاڅون کوونکو پر امنیتي پوستو برید کړی دی.

هغه ادعا کړې چې د دوی کسانو په دې پېښه کې ۱۱ ولسي پاڅون کوونکي وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.