Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پکتیکا کې د طالبانو د هدفي وژنو درې کسیزه ډله له منځه وړل شوې ده

ښرنه (پژواک، ٧ وږى ٩٨): د پکتيکا امنيتي چارواکي ادعا کوي چې د يو لړ ځانګړو عملياتو په ترڅ کې يې د وسله والو طالبانو د هدفي وژنو يوه ډله له منځه وړې ده.

د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر څارمن مسعود بابکرخېل د وږي په اوومه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پوليسو تېره شپه د يوسف خېلو ولسوالۍ اړوند په زانګو سيمه کې ځانګړي عمليات کړي دي.

هغه وايي چې د دغو عملياتو په لړ کې د طالبانو د هدفي وژنو درې کسيزه ډله له منځه وړل شوې ده.

ده زياته کړه: ((دوى د هدفي وژنو لپاره پلان جوړاوه، موږ د کشفي راپورونو پر اساس بريد پرې وکړ او دغه ډله مو له منځه يووړه.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، يادې ډلې پلان درلود څو د يوسف خېلو ولسوالۍ پخوانى امنيه قوماندان محمد رسول پاچا ترور کړي چې موخې ته ونه ورسېدل.

د بابکرخېل په وينا چې د دغو عملياتو پر مهال يو شمېر لاسي بمونه او دوه تومانچي هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

دغه راز د زانګو کلي اوسېدونکي شکرالله پژواک ته وويل چې تېره شپه د دوى په کلي کې نيم ساعت جګړه وشوه.

هغه وايي: ((زه ډېر د جزياتو په اړه معلومات نه لرم، خو نښته شوې ده او مرګ ژوبله هم لري.))

بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.