مزارشريف (پژواک، ۹ وږی ۹۸): د بلخ د پوهنې رييس وايي چې نا امنيو په ځينو سيمو کې د پوهنې پر بهير ناوړه اغېز کوي، خو زياتوي چې په دغه ولايت کې يو ښوونځی هم د زده کوونکو پر مخ نه دی تړل شوی.
د پوهنې رييس علي الله اميري له پژواک خبري اژانس سره ځانګړې مرکه کې وويل، وروستيو نا امنيو ځای ځای د بلخ د پوهنې پر بهير ناوړه اغېز کړی خو زياتوي چې په دغه ولايت کې ټول ۶۲۳ دولتي ښوونځي د زده کوونکو پرمخ پرانيستي دي.
هغه زياته کړه، هره ورځ د مزارشريف پر ښار سربېره د بلخ په څوارلس ولسواليو کې زده کوونکي او ښوونکي ښوونځيو ته حاضرېږي او د پوهنې بهیر په نورمال ډول مخ ته روان دی.
اميري وويل: ((سره له دې چې زموږ ځينې ولسوالۍ ناامنې دي او د جګړو راپورونه ترې راځي؛ خو له نېکه مرغه حتا په دغو نا امنو ولسواليو کې هم زموږ ټول ښوونځي پرانيستي دي او زده کړې په کې روانې دي.))
د بلخ د پوهنې رييس وايي، په کومه ورځ چې په کوم کلي کې جګړه وي؛ نو شاګردانو ته د زيان اوښتو د مخنيوي په خاطر مسوولين په هماغه ورځ ښوونځی رخصتوي.
د هغه په خبره، دغه ډول حالات ځيني وخت پېښېږي چې د جګړې له امله زده کوونکي او ښوونکي ښوونځيو ته د يوې يا دوو ورځو لپاره نه شي تللی.
نوموړی زياتوي، په هغو سيمو کې چې طالبان حاکم دي، د دې ډلې نظارتي ټيم ښوونځيو ته ځي او د شاګردانو او ښوونکو د حاضرۍ او غير حاضرۍ پوښتنه کوي.
د پوهنې رييس هغه اوازې هم رد کړې چې ګني وسله وال د بلخ په ښوونځيو کې تبليغات کوي او شاګردان هڅوي چې د دوی له ليکو سره يو ځای شي.
اميري تاييد کړه چې ښوونځيو کې د درسي کتابونو نه شتون، جدي ستونزه ده چې زده کوونکي ورسره مخ دي.
د هغه په وينا، ښوونځيو ته د درسي کتابونو نه رسېدل هغه مشکل دی چې لا هم حل شوی نه دی.
نوموړی زياتوي، د پوهنې وزارت هڅه کوي څو دغه تشه ډکه کړي او د نوو کتابونو په چاپ سره د کتابونو د کمښت ستونزه هواره کړي.
د بلخ د پوهنې رييس وايي چې سږ کال يې د کتاب ټولونې کمپاين هم ترسره کړی چې به ترڅ کې يې شاوخوا لس زره کتابونه ټول شول او د ښوونځيو پر شاګردانو ووېشتل شول.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن