کابل (پژواک ٩ وږى ٩٨): ولسمشر غني پر کندوز ښار د طالبانو بريد ته په اشارې ويلي چې د هغوى دغه ډول کړنې د دې ډلې د رهبرانو د ناستې له موضوع سره چې په دوحه کې جریان لري، په ټکر کې دي.
طالبانو تېره شپه يوه بجه د کندوز ښار له خان اباد بندر، چرخاب، امام صاحب بندر، سه درک، زرخريد او د درېيمې حوزې له مربوطاتو پر کندوز ښار ډله ييز بريدونه پيل کړي دي چې د چارواکو په وينا، د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه کې تر اوسه ٣٣ طالبان وژل شوي او جګړه لا هم روانه ده.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي: “په خواشینۍ سره چې طالبانو نن پر کندز ښار د برید له امله یو شمېر ملکي سیمو او غیر نظامي اهدافو ته زیان ورساوه او غوښتل یې د وېرې او وحشت فضا حاکمه کړي، اما د هېواد اتلو امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وخت او جدي ډول د طالبانو دغه برید دفع او په شا وتمباوه.”
سرچينه زياتوي، طالبانو په ملکي سیمو او عام المنفعه ځایونو د برید کولو، د عامو وګړو د سپر ګرځولو او خلکو ته د زیان اړولو په خاطر له هېواد او خلکو سره خپله دښمني او د جګړې د دوام لپاره خپله اراده په ډاګه کړه.
سرچينه کاږي، ولسمشر غني د طالبانو د دغه ناوړه عمل د غندلو تر څنګ وویل، د هېوادوالو د ځان او مال ساتنه د حکومت له اساسي لومړیتوبونو څخه دی او په دې برخه کې جدي تعهد موجود دی.
ده زیاته کړه، د طالبانو دغه ډول اعمال د دې ډلې د رهبرانو د ناستې له موضوع سره چې په دوحه کې جریان لري، په ټکر کې دي. حال دا چې د افغانستان خلک د جګړې د پای ته رسېدو او پایداره سولې چې خلک په کې باعزته ژوند وکړي، غوښتونکي دي.
نوموړي د دښمن د برید د مهارولو او په موقع د ځواب ویلو په خاطر د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو مننه وکړه او زیاته یې کړه، دغه ځواکونه د هیواد رښتینې بچیان دي چې تل یې په خپلو اتلولیو او سرښندنو د هېوادوالو د ځان او مال ساتنه کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP