ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بلخ کې د چاودنې له امله اته ملکي وګړي وژل شوي

په بلخ کې د چاودنې له امله اته ملکي وګړي وژل شوي

author avatar
1 Sep 2019 - 15:55
په بلخ کې د چاودنې له امله اته ملکي وګړي وژل شوي
author avatar
1 Sep 2019 - 15:55

مزارشريف ( پژواک، ۱۰وږی ۹۸) : د بلخ ولايت په چمتال ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماين چاودنه کې ۸ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د چمتال ولسوالۍ قومي حاجي حضرت ګل د وږي په ۱۰مه، پژواک ته وويل چې دغه سراچه موټر تېره ورځ مازيګر مهال له امام صاحب کلي څخه مزارشريف ښار ته پر لار و چې د سړک غاړې ماين پرې چاودېدلی دی.

نوموړي زياته کړه، په دغه چاودنه کې د موټر ټوله سورلۍ چې ۸  کسان وو وژل شوي دي.

د هغه په خبره، په وژل شويو کې يو ماشوم، يوه پېغله نجلۍ او شپږ نارينه شامل دي.

د ياد قومي مشر په خبره، په موټر کې ټول سپاره کسان ملکي وو او له کلي څخه مزارښار ته د تګ نيت يې درلود.

په چمتال ولسوالۍ کې يوه امنيتي سرچينه چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي هم ياده پېښه تاييدوي او وايي چې ياده چاودنه د هغه ماين له امله شوې چې طالبان  په سړک کې د امنيتي ځواکونو کاروان ته ځای پر ځای کړی و.

هغه زياتوي،دمګړۍ هم په چمتال ولسوالۍ کې په ډېری د تګ راتګ لارو کې د طالبانو له خوا ماينونه ځاى پرځاى شوي دي.

طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

د بلخ د امنيه قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل پژواک سره خبرو کې يواځې د ماين چاودنه تاييد کړه؛ خو د نورو جزيياتو له ورکولو څخه يې ډډه وکړه.

د يادونې ده چې تېره اوونۍ هم د بلخ په دولت اباد ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماين چاودنې له امله ۱۲ ملکي وګړي وژل شوي وو. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.