Language

تېره اګست مياشت په افغانستان کې څه باندې ٢١٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

کابل (پژواک، ١٣ وږی ۹۸): تېره ميلادي مياشت په افغانستان کې څه باندې ٢١٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او دغه شمېره د جولاى په پرتله ٤٢ سلنه کمه شوې چې يو له لاملونو يې د اختر ورځې بلل کېداى شي.

دغه راز په جولاى مياشت کې ټول ٢٤٦ بريدونه شوي وو، خو په اګست کې دغه شمېر ٣٢ سلنه کم شوى.

د پژواک خبري اژانس خپاره شوي خبرونه چې د بېلابېلو سرچينو د څرګندونو له مخې برابر شوي، ښيي چې د روان ميلادي کال په تېره (اګست) مياشت کې د هېواد له ٣٤ ولايتونو څخه په ۳۰ کې ١٦٧ بريدونه شوي چې له امله يې ١٠٤٥ کسان وژل شوي او ١٠٦٧ نور ټپيان دي.

له يادو بريدونو څخه ٤٨ د دولت وسله والو مخالفينو، ٤٧ دولتي ځواکونو، ١٦ بهرنيو ځواکونو، ٥٥ ناپېژاندو وسله والو کړي او د پاکستان له لوري پر کونړ په راکټي بريد کې هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

login or register a new account.