کابل (پژواک، ١٣ وږی ۹۸): تېره ميلادي مياشت په افغانستان کې څه باندې ٢١٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او دغه شمېره د جولاى په پرتله ٤٢ سلنه کمه شوې چې يو له لاملونو يې د اختر ورځې بلل کېداى شي.
دغه راز په جولاى مياشت کې ټول ٢٤٦ بريدونه شوي وو، خو په اګست کې دغه شمېر ٣٢ سلنه کم شوى.
د پژواک خبري اژانس خپاره شوي خبرونه چې د بېلابېلو سرچينو د څرګندونو له مخې برابر شوي، ښيي چې د روان ميلادي کال په تېره (اګست) مياشت کې د هېواد له ٣٤ ولايتونو څخه په ۳۰ کې ١٦٧ بريدونه شوي چې له امله يې ١٠٤٥ کسان وژل شوي او ١٠٦٧ نور ټپيان دي.
له يادو بريدونو څخه ٤٨ د دولت وسله والو مخالفينو، ٤٧ دولتي ځواکونو، ١٦ بهرنيو ځواکونو، ٥٥ ناپېژاندو وسله والو کړي او د پاکستان له لوري پر کونړ په راکټي بريد کې هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه راز ترلاسه شوي معلومات ښيي چې تېره مياشت له هرو ٢٢ کسانو، ١١ ته په مخامخ نښتو، څلورو ته په ځانمرګو بريدونو، درېيو ته په چاودنو او دوو، دوو ته په هوايي او هدفي بريدونو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
تېره مياشت تر ټولو ډېر (٢٢) بريدونه په فارياب، (١٥) بريدونه په ننګرهار، (١٤) بريدونه په لوګر، (٩) بريدونه په کابل او پاتې ١٠٧ بریدونه په نورو ٢٦ ولايتونو کې ترسره شوي دي.
په اګست مياشت کې له باميانو، پکتيکا، نميروز او نورستان ولايتونو څخه د بريدونو راپور نه دى ترلاسه شوي.
مرګ ژوبله
د پژواک راپورونه ښيي چې په يادو بريدونو کې تېره مياشت ټول ١٠٤٥ کسان وژل شوي او ١٠٦٧ نور ټپيان دي.
په دغو وژل شوو او ټپيانو کې وسله وال مخالفين، دولتي ځواکونه او ملکي وګړي شامل دي، خو پژواک يې ځکه ځانګړې شمېرې نه خپروي چې په اړه يې بېلابېلو سرچينو بېلابېلې څرګندونې کړې او د ټولو تفکيک شونى نه دى.
var divElement = document.getElementById('viz1567580434134'); var vizElement = divElement.getElementsByTagName('object')[0]; vizElement.style.minWidth='420px';vizElement.style.maxWidth='650px';vizElement.style . . .










