Language

د کابل په وروستۍ چاودنه کې يو رومانيايي ډیپلومات هم وژل شوى

کابل (پژواک، ١٣ وږى ٩٨): د رومانيا د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړى چې د کابل په وروستي بريد کې يې يو ډیپلومات وژل شوى او بل سخت ټپي دى.

دغه بريد وړمه شپه شاوخوا لس بجې د کابل ښار د نهمې امنيتي حوزې اړوند، د قابلباى په سيمه کې پر ګرين ويلج کمپ وشو.

په دغه کمپ کې د يو شمېر هېوادونو د سفارتونو او بهرنيو موسسو کارکوونکي اوسېږي.

د دغه بريد مسووليت طالبانو پر غاړه اخيستى دی.

د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې چې په دغه برید کې د څلورو پوليسو په ګډون ١٦ کسان وژل شوي او ١٢٠ نور ټپيان شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت يوې سرچينې هغه مهال پژواک ته وويل چې په کابل کې د رومانيا سفير يې چې په یاد کمپ کې و، له بریده ژغورلی دی.

بلخوا د رومانيا د بهرنيو چارو وزارت له خوا د وږي په ١٣مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په ياده پېښه کې يې د سفارت يو ډيپلومات وژل شوى او بل سخت ټپي دى.

سرچينې زياته کړې چې د ټپي ډيپلومات وضعيت ښه نه دى او ډېر ژر به د درملنې لپاره اروپا ته ولېږدول شي.

سرچينې ويلي چې دوى په کابل کې د خپل سفارت له مسوولينو سره په اړيکه کې دي او ورته يې د هر ډول مرستې ډاډ ورکړى دى.

رومانيا د ناټو غړى هېواد دى او په افغانستان کې د ناټو روزنې غوڅ ملاتړ ماموريت کې څه باندې ٧٠٠ سرتېري لري.

login or register a new account.