Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په بلخ کې د ١٥٠ ميليونه افغانيو په لګښت پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

مزارشريف (پژواک، ۱۳ وږی ۹۸): په بلخ ولايت کې د ۱۵۰ ميليونه افغانيو په لګښت یو شمېر ټولګټې پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

د کرنې وزارت اداري او مالي معين عبدالهادي رفيع چې د يادو پروژو د پرانيستې لپاره بلخ ولايت ته راغلی، وايي چې په دغو ټولګټو پروژو کې کانال جوړونه، د چرګانو فارمونه، د پستې باغونه او ځينې نورې برخې شاملې دي.

نوموړي زياته کړه چې کرنې وزارت ۱۸ طرحې جوړې کړې او د خلکو د اقتصادي ځان بسياينې په موخه به يې د هېواد په ټولو ولايتونو کې عملي کوي.

رفيع زياتوي چې يادې طرحې د کرنې، مالدارۍ او باغدارۍ د ودې برخو کې جوړې شوې دي.

د کرني وزارت معين زياته کړه چې سږ کال مرکزي حکومت بلخ ته يو ميليارد او پنځه سوه ميليونه پراختيايي بودجه ځانګړې کړې ده.

هغه وايي چې د دې بودجې ډېره برخه به د زعفرانو، انګورو او پستې د باغونو پر انکشاف او د اوبو پر مديريت ولګول شي.

نوموړي دا هم وويل، امنيتي ننګونې د کرنې د ودې پر وړاندې جدي ستونزې دي چې تر ډېره يې د کرنې په برخه کې د خصوصي سکتور د پانګونې مخه نيولې ده.

د هغه په خبره، د خوښۍ ځای دی چې د افغانستان وچه او تازه مېوه او کرنیز محصولات اوس په اسانۍ تر نړيوالو بازارونو رسېږي.

هغه په دې برخه کې د هوايي دهلېزونو پرانيستل ډېر ګټور بولي.

په ورته مهال د بلخ د کرنې رييس محمد سالم ساعي پژواک ته وويل چې د يادو پروژو له ډلې يوه هم د مېرمنو لپاره د چرګانو د پنځوس فارمونو جوړول وو چې ګټې اخيستنې ته وړاندې شول.

د ساعي په خبره، د يادو ۵۰ فارمونو په هر فارم کې ۵۰۰ چرګوړي دي چې د مېرمنو د اقتصادي ځان بسياينې لپاره جوړ شوي دي.

نوموړی وايي چې د چرګانو د فارمونو جوړولو په پر دغې پروژې ټول ټال ۳۵ ميليونه افغانۍ لګښت راغلی دی چې د کرنې وزارت له خوا ورکول کېږي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.