مزارشريف (پژواک، ۱۳ وږی ۹۸): په بلخ ولايت کې د ۱۵۰ ميليونه افغانيو په لګښت یو شمېر ټولګټې پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د کرنې وزارت اداري او مالي معين عبدالهادي رفيع چې د يادو پروژو د پرانيستې لپاره بلخ ولايت ته راغلی، وايي چې په دغو ټولګټو پروژو کې کانال جوړونه، د چرګانو فارمونه، د پستې باغونه او ځينې نورې برخې شاملې دي.
نوموړي زياته کړه چې کرنې وزارت ۱۸ طرحې جوړې کړې او د خلکو د اقتصادي ځان بسياينې په موخه به يې د هېواد په ټولو ولايتونو کې عملي کوي.
رفيع زياتوي چې يادې طرحې د کرنې، مالدارۍ او باغدارۍ د ودې برخو کې جوړې شوې دي.
د کرني وزارت معين زياته کړه چې سږ کال مرکزي حکومت بلخ ته يو ميليارد او پنځه سوه ميليونه پراختيايي بودجه ځانګړې کړې ده.
هغه وايي چې د دې بودجې ډېره برخه به د زعفرانو، انګورو او پستې د باغونو پر انکشاف او د اوبو پر مديريت ولګول شي.
نوموړي دا هم وويل، امنيتي ننګونې د کرنې د ودې پر وړاندې جدي ستونزې دي چې تر ډېره يې د کرنې په برخه کې د خصوصي سکتور د پانګونې مخه نيولې ده.
د هغه په خبره، د خوښۍ ځای دی چې د افغانستان وچه او تازه مېوه او کرنیز محصولات اوس په اسانۍ تر نړيوالو بازارونو رسېږي.
هغه په دې برخه کې د هوايي دهلېزونو پرانيستل ډېر ګټور بولي.
په ورته مهال د بلخ د کرنې رييس محمد سالم ساعي پژواک ته وويل چې د يادو پروژو له ډلې يوه هم د مېرمنو لپاره د چرګانو د پنځوس فارمونو جوړول وو چې ګټې اخيستنې ته وړاندې شول.
د ساعي په خبره، د يادو ۵۰ فارمونو په هر فارم کې ۵۰۰ چرګوړي دي چې د مېرمنو د اقتصادي ځان بسياينې لپاره جوړ شوي دي.
نوموړی وايي چې د چرګانو د فارمونو جوړولو په پر دغې پروژې ټول ټال ۳۵ ميليونه افغانۍ لګښت راغلی دی چې د کرنې وزارت له خوا ورکول کېږي.
هغه زياته کړه چې په بلخ کې له نوو ۵۰ فارمونو پرته د چرګانو شاوخوا ۶۰۰ نور فارمونه هم شته چې په هر فارم کې له زر قطعې چرګانو او چرګوړو نيولې تر دېرش زرو پورې موجود دي.
د هغه په وينا، خصوصي سکتور په بلخ کې د مرغدارۍ په انکشاف کې مهم نقش لوبولی دی.
د بلخ د کرنې رييس وايي چې دمګړۍ په دغه ولايت کې د چرګانو په فارمونو کې پنځلس زره کسان پر کار بوخت دي.
د بلخ د نهرشاهي ولسوالۍ اوسېدونکې عزيزه چې کرنې وزارت ورته پنځه سوه چرګوړو لرونکی فارم جوړ کړی وايي، خوشاله ده چې کرنې وزارت يې لاسنيوی وکړ او فارم يې ورته جوړ کړ.
هغه زياتوي چې کرنې وزارت دې ته ۵۰۰ چرګوړي ورکړي، فارم يې ورته جوړ کړی او همدا راز ۳۲ بورۍ د چرګانو دانه يې هم ورکړې ده.
دغه مېرمن وايي، هيله لري د فارم له جوړېدو سره به يې د کورنۍ اقتصادي وضعيت ښه شي او همدا راز به شخصاً دا هم اقتصادي ځان بسياينې ته ورسېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










