مزارشريف (پژواک، ۱۴وږی ۹۸): په لومړي ځل د بلخ حيرتان بندر له لارې افغان صادرات چين ته واستول شول.
په دې تړاو د وږي په ۱۴مه، په حيرتان بندري ښارګوټي کې پروګرام جوړ شوی و، چې د افغان چارواکو په ګډون د ازبکستان، قزاقستان او چين هېوادونو استازو هم په کې ګډون کړی وو.
د افغانستان د ترانسپورټ وزير يما ياري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له حيرتان بندر څخه چين ته د رېل ګاډي له لارې د تالک قېمتي ډبرې شاوخوا زر ټنه په ۴۱ کانټينرونو کې واستول شوې.
هغه زياتوي، له دې وروسته به نور افغان توکي هم له همدې لارې چين ته استول کېږي.
د ده په وينا، افغانستان له جغرافيوي جبر څخه په وتلو دی او ژر به د سيمې د اقتصادي وصل پر څلور لارې بدل شي.
هغه وايي، هڅه به يې دا وي څو د ترانسپورټي او تجارتي لارو په خلاصون او انکشاف سره به افغان توکي تر نړيوالو بازارونو پورې ورسوي.
ياري دا هم وويل چې چين ته د صادراتو په لومړۍ چوپه کې په ۴۱ واګونو کې شاوخوا زر ټنه تالک ډبره واستول شوه، چې هلته به له پروسس وروسته په طبي موادو کې کارول کېږي.
ورته مهال د چارو د ادارې تخنيکي مرستيال خان ولي خان بشرمل په خپلو خبرو کې وويل، له چين سره د اقتصادي راکړې ورکړې په پيل سره به افغانستان د اقتصادي ودې برخه کې پرمختګ وکړي.
ده زياته کړه، په وروستيو اوونيو کې اته واګونه صادرات په ازمايښتي ډول د ازبکستان او قزاقستان هېوادونو پر لارو چين ته استول شوي وو، چې له کومې ستونزې پرته رسېدلي دي.
که څه هم نوموړي د ستونزو ځانګړې يادونه ونه کړه، خو زياته يې کړه چې لا هم چين ته د صادراتو برخه کې يو لړ واړه مشکلات موجود دي چې دوی يې پر هوارولو بوخت دي.
د هغه په خبره، له تېرو اتو مياشتو راهيسې له چين، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو سره مسلسلې ناستې لري، چې ورسره به د اقتصادي راکړې ورکړې په برخه کې هم اسانتياوې رامنځته شي.
دى وايي، هوايي دهليزونه د سوداګرو د تشويق لپاره ښه وو، خو په خبره يې چې د ځمکې له لارې د صادراتو ترانسپورټي لګښت څو چنده کم دی.
login or register a new account.