مزارشريف (پژواک، ۱۴وږی ۹۸): په لومړي ځل د بلخ حيرتان بندر له لارې افغان صادرات چين ته واستول شول.
په دې تړاو د وږي په ۱۴مه، په حيرتان بندري ښارګوټي کې پروګرام جوړ شوی و، چې د افغان چارواکو په ګډون د ازبکستان، قزاقستان او چين هېوادونو استازو هم په کې ګډون کړی وو.
د افغانستان د ترانسپورټ وزير يما ياري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له حيرتان بندر څخه چين ته د رېل ګاډي له لارې د تالک قېمتي ډبرې شاوخوا زر ټنه په ۴۱ کانټينرونو کې واستول شوې.
هغه زياتوي، له دې وروسته به نور افغان توکي هم له همدې لارې چين ته استول کېږي.
د ده په وينا، افغانستان له جغرافيوي جبر څخه په وتلو دی او ژر به د سيمې د اقتصادي وصل پر څلور لارې بدل شي.
هغه وايي، هڅه به يې دا وي څو د ترانسپورټي او تجارتي لارو په خلاصون او انکشاف سره به افغان توکي تر نړيوالو بازارونو پورې ورسوي.
ياري دا هم وويل چې چين ته د صادراتو په لومړۍ چوپه کې په ۴۱ واګونو کې شاوخوا زر ټنه تالک ډبره واستول شوه، چې هلته به له پروسس وروسته په طبي موادو کې کارول کېږي.
ورته مهال د چارو د ادارې تخنيکي مرستيال خان ولي خان بشرمل په خپلو خبرو کې وويل، له چين سره د اقتصادي راکړې ورکړې په پيل سره به افغانستان د اقتصادي ودې برخه کې پرمختګ وکړي.
ده زياته کړه، په وروستيو اوونيو کې اته واګونه صادرات په ازمايښتي ډول د ازبکستان او قزاقستان هېوادونو پر لارو چين ته استول شوي وو، چې له کومې ستونزې پرته رسېدلي دي.
که څه هم نوموړي د ستونزو ځانګړې يادونه ونه کړه، خو زياته يې کړه چې لا هم چين ته د صادراتو برخه کې يو لړ واړه مشکلات موجود دي چې دوی يې پر هوارولو بوخت دي.
د هغه په خبره، له تېرو اتو مياشتو راهيسې له چين، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو سره مسلسلې ناستې لري، چې ورسره به د اقتصادي راکړې ورکړې په برخه کې هم اسانتياوې رامنځته شي.
دى وايي، هوايي دهليزونه د سوداګرو د تشويق لپاره ښه وو، خو په خبره يې چې د ځمکې له لارې د صادراتو ترانسپورټي لګښت څو چنده کم دی.
نوموړي د بېلګې په ډول وويل چې د الوتکې له لارې ۲۲ ټنه جلغوزه چين هېواد ته په ۷۳زره امريکايي ډالره لېږل کېږي؛ خو د رېل ګاډي په وسيله د حيرتان به بندر له لارې ۳۶ ټنه صادرات په ۴زره امريکايي ډالرو لېږدول کېدای شي.
د بشرمل په خبره، پخوا تر دې افغانستان د پاکستان له لارې خپل ځيني توليدات چين ته استول، چې هم يې لګښت ډېر وو او هم يې چين ته د رسېدو لپاره ۴۰ ورځې وخت نيوه.
د هغه په وينا، اوس د حيرتان بندر له لارې افغان صادرات په ۱۲ ورځو کې چين ته رسېږي.
د ازبکستان د حکومت استازي يادګار خواجه شادبانوف پژواک ته وويل، چې ازبکستان ژمن دی، چې افغانستان سره به خپلو سوداګريزو همکاريو ته دوام ورکوي.
د هغه په خبره، افغانستان په سيمه کې د ښه جغرافيوي موقعيت درلودو سره کولای شي د سيمې هېوادونو د وصل پر مرکز بدل شي.
نوموړی همدا راز زياتوي، د شمال – هرات؛ هرات کابل او پېښور تر منځ د جوړېدونکې رېل پټلۍ په جوړېدو سره به د سيمې هېوادونه يو بل سره په ښه ډول وصل شي.
د چين د حکومت استازي (وانک) په خپلو خبرو کې چين ته د افغانستان د صادراتو لېږل ګټور ګام وباله او هيله يې وښوده، چې دې سره به د چين او افغانستان اړيکې نورې هم ټينګې شي.
نوموړي هم ژمنه وکړه چې چين به د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره دغه هېواد سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
د بلخ د سوداګرۍ خونې رييس ارش يونسي پژواک ته وويل، دوی هيله لري په نږدې راتلونکي کې به نور افغاني توليدات، لکه وچه او لنده مېوه، قره قول څرمن او نور مواد د حيرتان بندر له لارې چين ته واستوي.
د هغه په خبره، دغه لار د ترانسپورټي قيمت له اړخه هم ډېره ارزانه تمامېږي، چې ورسره به ډېری سوداګر تشويق شي څو پر دغه لار چين او نورو نړيوالو بازارونو ته صادرات وکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










