Language

خلک د کندهار- اروزګان لارې د امن کولو او جوړولو غوښتنه کوي

کندهار (پژواک، ۱۶ وږی ۹۸): شاوخوا درې کلونه کېږي چې د کندهار- ارزوګان لاره هم ناامنه ده او هم سخته خرابه ده چې د دواړو ولایتونو اوسېدونکي يې له سختو ستونزو مخ کړي دي.

د یادو ولایتونو اوسېدونکي او د دغې لارې مسافر پر چارواکو نیوکه کوي چې د لارې د امن کولو او جوړولو لپاره یې هیڅ اقدام نه دی کړی.

د دغې لارې یوه موټر چلوونکي داد محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، له تېرو درېیو کلونو راهیسې د دغې لارې د امن کولو او جوړولو خبرې کېږي خو یوه هم علمي نه شوه.

هغه زیاتوي، دغه لاره هم ناامنه ده او هم خرابه ده چې د دوی د دوو ساعتونو سفر یې شپږو ساعتونو ته اوږد کړی دی.

دی وايي، کلونه کېږي چې مسافر په ډېرې سختۍ سفر ورباندې کوي، خو هیڅوک یې ستونزې نه درک کوي.

د ده په وینا، ماشومان، ښځې، بوډاګان او ناروغان پر دې خرابه لار د سفر کولو توان نه لري، خو مجبور دې د خپلو اړتیاوو له مخې په ساعتونو ساعتونو مزل وکړي.

هغه زیاتوي، ډېر مهال پر دغه لار د سفر پر مهال موټرونه تخنيکي عوارض پیدا کوي او آن ناروغان پر لار ساه ورکوي.

دی وايي، څو ځلې د دغې لارې د جوړېدو اعلان ژمنې وشوې او دوه ځله یې کار هم پيل شو، خو تر لنډ مهال وروسته به بېرته ودرېد.

نوموړی له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د دغې لارې د جوړولو غم وخوري.

د کندهار د شاولیکوټ ولسوالۍ اوسېدونکى عبدالودود هم ورته څرګندونې  او وايي، لار نه یوازې خرابه بلکې ناامنه هم ده.

هغه زیاتوي، ډېر مهال وسله وال طالبان لارې ته راوځي، موټر راګرځوي او خلک ځوروي، له حکومته مو غوښتنه دا ده چې هم لاره جوړه کړي او هم یې امنیت خوندي کړي.

دی وايي، د لارې د خرابوالي له امله د دوو ساعتونو سفر په شپږ ساعته کې کوي، ډېر مهال یې موټر عوارض پیدا کوي او چې چېرې خراب شو همالته ولاړ وي ځکه د لارې په اوږدو کې هیڅ اسانتیا نه شته.

login or register a new account.