منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۱۶ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

خلک د کندهار- اروزګان لارې د امن کولو او جوړولو غوښتنه کوي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۴۶ کتنې

کندهار (پژواک، ۱۶ وږی ۹۸): شاوخوا درې کلونه کېږي چې د کندهار- ارزوګان لاره هم ناامنه ده او هم سخته خرابه ده چې د دواړو ولایتونو اوسېدونکي يې له سختو ستونزو مخ کړي دي.

د یادو ولایتونو اوسېدونکي او د دغې لارې مسافر پر چارواکو نیوکه کوي چې د لارې د امن کولو او جوړولو لپاره یې هیڅ اقدام نه دی کړی.

د دغې لارې یوه موټر چلوونکي داد محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، له تېرو درېیو کلونو راهیسې د دغې لارې د امن کولو او جوړولو خبرې کېږي خو یوه هم علمي نه شوه.

هغه زیاتوي، دغه لاره هم ناامنه ده او هم خرابه ده چې د دوی د دوو ساعتونو سفر یې شپږو ساعتونو ته اوږد کړی دی.

دی وايي، کلونه کېږي چې مسافر په ډېرې سختۍ سفر ورباندې کوي، خو هیڅوک یې ستونزې نه درک کوي.

د ده په وینا، ماشومان، ښځې، بوډاګان او ناروغان پر دې خرابه لار د سفر کولو توان نه لري، خو مجبور دې د خپلو اړتیاوو له مخې په ساعتونو ساعتونو مزل وکړي.

هغه زیاتوي، ډېر مهال پر دغه لار د سفر پر مهال موټرونه تخنيکي عوارض پیدا کوي او آن ناروغان پر لار ساه ورکوي.

دی وايي، څو ځلې د دغې لارې د جوړېدو اعلان ژمنې وشوې او دوه ځله یې کار هم پيل شو، خو تر لنډ مهال وروسته به بېرته ودرېد.

نوموړی له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د دغې لارې د جوړولو غم وخوري.

د کندهار د شاولیکوټ ولسوالۍ اوسېدونکى عبدالودود هم ورته څرګندونې  او وايي، لار نه یوازې خرابه بلکې ناامنه هم ده.

هغه زیاتوي، ډېر مهال وسله وال طالبان لارې ته راوځي، موټر راګرځوي او خلک ځوروي، له حکومته مو غوښتنه دا ده چې هم لاره جوړه کړي او هم یې امنیت خوندي کړي.

دی وايي، د لارې د خرابوالي له امله د دوو ساعتونو سفر په شپږ ساعته کې کوي، ډېر مهال یې موټر عوارض پیدا کوي او چې چېرې خراب شو همالته ولاړ وي ځکه د لارې په اوږدو کې هیڅ اسانتیا نه شته.

ده وویل، دا د حکومت مسوولیت دی چې د دوی غږ واوري، هم د لارې امنیت خوندي کړي او هم یې د جوړېدو غم وخوري، ځکه خلک بله چاره نه لري او له خطرونو سربېره پر دې لار په ډېر کړاو تګ راتګ کوي.

خو اوس تازه د کندهار والي حیات الله حیات د دغې لارې د جوړولو د چارو د بېرته پیلولو خبر ورکړی دی.

نوموړي دوه ورځې وړاندې د یوه نظامي پلاوي په مشرۍ شاولیکوټ ولسوالۍ ته سفر کړی او د دغې لارې امنیت یې وارزاوه.

د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې موخه د شاولیکوټ ولسوالۍ په مرکز کې نظامي غونډه جوړه شوې وه چې د والي تر څنګ په کې کورنیو او بهرنیو نظامي مسوولینو هم ګډون کړی وو.

هغه زیاته کړه، په دې غونډه کې د کندهار- اروزګان لارې په جوړولو ټینګار وشو.

دی وايي، ولایتي ادارې د دغې لارې د جوړولو د چارو د پیلولو تصمیم نیولی چې ډېر ژر به عملي شي.

دغې غونډې ته والي ویلي، دا د ولایتي ادارې له لومړیتوبونو څخه دی چې د کندهار ښار او ولسوالیو تر منځ لارې وصل شي او امنیت یې خوندي شي، څو خلک خپلې اقتصادي او کرنیزې اړیکې پیاوړې کړي او سوداګریزه راکړه ورکړه پراخه شي.

نوموړي زیاته کړه، په لومړي ګام کې یې د کندهار- خاکرېز لارې د امن کولو لپاره عملیات وکړل چې اوسمهال د دغې لارې امنیت په بشپړه توګه خوندي شوی دی.

ده یادونه وکړه چې په دویم ګام کې د کندهار- اروزګان لارې د بشپړ امنیت ساتلو لپاره هڅې پيل شوي چې ورسره جوخت به یې د جوړولو چارې هم پيل شي.

څه موده وړاندې د کندهار د فوايد عامې رییس انجنیر محمد صابر احمدزي پژواک اژانس ته ویلي و چې د دغې لارې د جوړولو په چارو کې ځنډ په مرکز کې تدارکاتي چارې وې.

دی وايي، د دغې لارې د ترمیم لپاره ۳۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوي چې په اوږدو کې به یې معبرونه، پولګوټي او استنادي دېوالونه هم جوړ شي.

د ده په خبره، موده مخکې د دغه سړک ۱۶ کیلومتره برخه جوړه شوې او د پاتې برخې کار به ژر پیل شي.

د یاودنې ده چې شاوخوا دوه کاله وړاندې وسله والو د کندهار- اروزګان عمومي لاره بنده کړه او حکومت یې پر ځای فرعي لاره جوړه کړې چې تر اوسه تګ راتګ ته نه ده چمتو شوې.

د کندهار- اروزګان لاره تر شاولیکوټ ولسوالۍ پورې پخه ده خو د دې ولسوالۍ له وچ باختو بیا د اروزګان د مرکز ترینکوټ تر تناوچي سیمې ۳۸ کیلومتره سړک خام او په بد حالت کې دی.

د دغه سړک د جوړولو چارې دوه ځله پيل او تر لنډې مودې کار وروسته به بیا ودرېدلې.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه