کابل (پژواک، ١٧ وږى ٩٨): د افغانستان حکومت د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا له طالبانو سره د روانو خبرو درولو په غبرګون کې ويلي چې د سولې پر وړاندې رامنځته خنډ د طالبانو روانه جګړه ده.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن سهار په يوه ټويټ کې له طالبانو سره د روانو خبرو ځنډولو او په واشنګټن کې د افغانستان له ولسمشر اشرف غني او طالب استازو سره د ليدنې لغوه کولو اعلان وکړ.
هغه ويلي، ټاکل شوې وه چې دا ليدنه نن ترسره شوې واى.
د افغانستان حکومت د ټرمپ د څرګندولو په اړه په خپل غبرګون کې ويلي چې افغانان او دولت د باعزته او تلپاتې سولې غوښتونکي او د سولې په تړاو ټولو هلو ځلو ته ژمن دي.
له ارګه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، افغان دولت او افغانان د سولې په روانه پروسه کې د رامنځته شوي خنډ لامل د افغانانو پر وړاندې د طالبانو روانه جګړه او تاوتریخوالی ګڼي.
سرچينې زياته کړې: ((موږ تل ټينګار کړی چې واقعي سوله هله راتلای شي چې طالبان افغان وژنه بس کړي، اوربند ته غاړه کېږدي او له افغان دولت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي.))
په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان دولت د سولې د طراح، مدافع او تطبیقوونکي په توګه د سولې مشورتي لویې جرګې پرېکړو ته درناوی کوي او د دې جرګې له خوا د سولې لپاره د افغانستان د خلکو پر محوریت او د افغان دولت پر مالکیت، د وړاندې شوې کړنلارې تعقیب خپل مسوولیت ګڼي.
سرچينې ويلي، د افغانستان دولت د سولې په تړاو د خپلو متحدینو صادقانه هڅې ستايي او ژمن دی چې په راتلونکي کې د امریکا متحده ایالتونو او نورو متحدینو سره د تلپاتې او باعزته سولې په راوستو کې په ګډه کار وکړي.
ارګ ويلي، افغان دولت د روان کال د تلې په ۶مه نېټه د جمهوري ریاست پر ټاکنو او له دې لارې د یوه قوي، قانوني او مشروع حکومت پر رامنځته کېدو ټینګار کوي، څو د سولې روانه پروسه په بشپړ دقت او تدبیر مخې ته یوسي.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپل ټويټ کې زياته کړې، خو په خواشینۍ سره طالبانو پر کابل حمله وکړه او په دې توګه د خپل کاذب قدرت ننداره يې وړاندې کړه چې په پايله کې يې د امريکا يو پياوړى عسکر او ١١ نور کسان يې ووژل.
ده زياته کړې، طالبانو غواړي په مذاکراتو کې د خلکو پر وژلو خپل موقف پياوړي کړي، په دې کار طالبانو خپل موقف پياوړی نه کړ، بلکې برعکس د ځان لپاره يې حالت نور هم خراب کړ.
هغه ويلي، طالبان چې د سولې د مهمو مذاکراتو په جریان کې د اوربند موافقه نه شي کولای، خپلو وژنو ته ادامه ورکوي، معنا دا چې دوی یوه با اعتباره او مهمې موافقې د لاسلیک کولو واک هم نه لري، ايا طالبان غواړي څو لسیزې نور هم جنګ وکړي؟
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP