کابل (پژواک، ٢٠ وږى٩٨): د عراق په کربلا سيمه کې د عاشورا مراسمو پر مهال د ګڼې ګوڼې له امله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
عراقي رسنيو خبر ورکړى چې دا پېښه پرون په داسې حال کې رامنځته شوې چې سلګونو زرو کسانو په کربلا کې د عاشورا مذهبي ورځ لمانځله.
د عراق د روغتيا وزارت ويلي چې د ماتم کوونکو د ډېروالي او ګڼې ګوڼې له امله ګڼ شمېر کسان لوېدلي او تر پښو لاندې شوي وو.
سرچينې زياته کړې چې په دې پېښه کې ٣١ کسان مړه شوي او تر ١٠٠ زيات ټپيان دي.
د عراق حکومت ويلي چې د پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.
login or register a new account.