منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۱۳ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د عراق په کربلا کې د عاشورا مراسمو ګڼې ګوڼې له امله ٣١ کسان مړه شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۷۷ کتنې

کابل (پژواک، ٢٠ وږى٩٨): د عراق په کربلا سيمه کې د عاشورا مراسمو پر مهال د ګڼې ګوڼې له امله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

عراقي رسنيو خبر ورکړى چې دا پېښه پرون په داسې حال کې رامنځته شوې چې سلګونو زرو کسانو په کربلا کې د عاشورا مذهبي ورځ لمانځله.

د عراق د روغتيا وزارت ويلي چې د ماتم کوونکو د ډېروالي او ګڼې ګوڼې له امله ګڼ شمېر کسان لوېدلي او تر پښو لاندې شوي وو.

سرچينې زياته کړې چې په دې پېښه کې ٣١  کسان مړه شوي او تر ١٠٠ زيات ټپيان دي.

د عراق حکومت ويلي چې د پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول نړیوال خبرونه