Language

پر ټاکنیزو سرغړونو سترګې پټول بدې پایلې لرلی شي

کابل (پژواک، ٢۱ وږی ۹۸): شنونکي د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو له خوا ټاکنیزې سرغړونې د اندېښنې وړ ګڼي او له اړوند کمېسیون څخه غواړي چې له قانون ماتونکو سره جدي عمل وکړي څو د ټاکنو مشروعیت تر پوښتنې لاندې رانه شي.

 د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي چې تر اوسه د ټاکنیزو سیالیو د بهیر په اړه په یاد کمېسیون کې ۵۳ شکایتونه ثبت شوي او دغه کمېسیون ۷۰ سلنه یادو شکایتونو ته له رسېدو سربېره د ځینو ناثبت شوو سرغړونو په تړاو هم اقدام کړی دی.

د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندۍ لپاره د ولسمشر غني او اجرایيه رییس ډاکتر عبدالله په ګډون ۱۸ کسانو نوم لیکنه کړې وه، خو له دې ډلې زلمي رسول له اشرف غني څخه ملاتړ وکړ او یوه نوماند خپلې ټاکنیزې سیالۍ بندې کړې دي.

ټاکنیزې مبارزې د روان کال د زمري په شپږمه پیل او د تلې میاشتې تر درېیمې به دوام ولري.

سرغړونې:

د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون د معلوماتو له مخې، ځینو ټاکنیزو ډلو لکه د محمد اشرف غني په مشرۍ (دولت جوړونکی)، د ډاکتر عبدالله په ګډون د «ثبات او همپالنې»، د رحمت الله نبیل په مشرۍ د «امنیت او عدالت» او د فرامرز تمنا په مشرۍ د «تدبیر او پراختیا» د ټاکنیزو سیالیو تر رسمي پیلېدو مخکې سرغړونې کړې دي.

یاد کمېسیون ویلي و، کندهار او زابل ولایتونو ته له دولتي امکاناتو په ګټې اخيستو د محمد اشرف غني سفر او د پروژو پرانیستل، له دولتي امکاناتو څخه په استفاده مزار او شبرغان ښارونو ته د ډاکتر عبدالله سفر، د ټاکنیزو سیالیو لپاره بلخ ولایت ته د رحمت الله نبیل سفر او هرات ته د فرامرز تمنا سفر له ټاکلي وخت وړاندې ټاکنیزې سیالۍ وې.

login or register a new account.