Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پکتیکا په وړممۍ کې د ۲۰ طالبانو وژل کېدو ادعا کېږي

ښرنه (پژواک، ٢٣ وږى ٩٨): د پکتيکا امنيتي چارواکي ادعا کوي چې په وړممۍ ولسوالۍ کې ٢٠ وسله وال طالبان وژل شوي خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.

د پکتيکا د والي وياند زيار خان ياد د وږي په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو شپږو ورځو راهيسې په وړممۍ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو جګړه روانه ده.

هغه وايي چې تېره شپه کومانډو او هوايي ځواکونه دې ولسوالۍ ته رسېدلي او پر طالبانو يې عمليات کړي دي.

ده وويل چې د تېرې شپې په يادو عملياتو کې ٢٠ وسله وال طالبان وژل شوي او وسلې او مهمات يې هم له منځه تللي دي.

دغه راز د پکتيکا امنيه قوماندان سمونوال ايمل نيازي پژواک ته وويل چې په وړممۍ جګړه روانه ده خو طالبان تېره شپه په شا تمبول شوي دي.

د وړممۍ ولسوالۍ اوسيدونکي عبدالکريم پژواک ته وويل: ((شپږ ورځې کېږي جنګ دى، طالبانو ډېرې پوستې نيولې دي.))

ده هم وويل چې تېره شپه تازه دمي ځواکونه دې ولسوالۍ ته رسيدلي خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه لري.

بل لور ته د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په وړممۍ ولسوالۍ جګړه روانه ده خو طالبانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

هغه وايي: ((تېره شپه يي هوايي بريدونه کړي خو شاړې ځمکې يې ويشتي دي، چاته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.))

د يادونې ده، وړممۍ د مرکز ښرنې لويديځ ته پرته ولسوالۍ ده چې ډېرې سيمې يې د طالبانو په کنټرول کې دي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.