پل علم (پژواک، ٢٣ وږى ٩٨): د لوګر سيمه ييز چارواکي وايي چې د دغه ولایت په مرکز پل علم کې يو ځانمرګی مخکې له دې چې برید وکړي، نیول شوی او په يوه بله پېښه کې اته وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند څارمن شاپور احمدزي د وږي په ٢٣ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پوليسو نن سهار په مرکز پل علم کې د يوه ځانمرګي بريد مخه نيولې ده.
هغه وايي: ((دغه کس له چاودېدونکو توکو ډک واسکټ په ځان کړى و او غوښتل يې چې پر ټاکلي هدف بريد وکړي خو د پوليسو له لوري نيول شوى دى.))
دغه راز احمدزي وويل چې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو تېره شپه په بره کي برک ولسوالۍ کې د طالبانو پر پټنځايونو عمليات کړي دي.
هغه زياتوي چې د دغه عملياتو په ترڅ کې اته وسله وال طالبان وژل شوي او پټنځايونه يې هم له منځه تللي دي.
نوموړي زياته کړه: ((په دې وروستيو کې په دغه ولايت پر طالبانو فشارونه ډېر شوي، يواځې په تېره اوونۍ تر شلو ډېر طالبان وژل شوي دي.))
همدارنګه د بره کي برک ولسوالۍ د دوشنبې سيمې اوسېدونکي علم ګل پژواک ته وويل چې تېره شپه د دوى په سيمه کې پر دوو کورونو عمليات شوي دي.
هغه وايي: ((په دغو کورونو کې طالبان اوسېدل چې بېګا پرې عمليات شوي او اته کسان په کې وژل شوي دي.))
بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، بره کي برک د مرکز پل علم سوېل ته په ١٨ کيلومترۍ کې پرته نا امنه ولسوالي ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP