لښکرګاه (پژواک، ٢٥ وږى ٩٨): د هلمند د پوهنې رياست چارواکي وايي چې ناپېژاندو وسله والو د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه کې يو ښوونځی سوځولی دی.
د هلمند د پوهنې رييس محمد داوود شاه صفاري د وږي په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون مازديګر ناوخته ناپېژاندو کسانو د لښکرګاه ښار د څلورمې حوزې اړوند د باباجي سيمې د کرغجد اوليا ښوونځي ته اور اچولى دى.
دى وايي چې په دې اورلګېدنه کې د ښوونځي ځينې څوکۍ او مېزونه سوځېدلي خو چا ته په کې زيان نه دى اوښتى.
ده زياته کړه: ((د پټرولو په وسيله يې ښوونځي ته اور اچولى و، هڅه مو وکړه چې په وخت سره اور مړ کړو.))
د هلمند د پوهنې رييس زياتوي، تر اوسه معلومه نه ده چې دغه ښوونځی ولې سوځول شوی، خو په اړه يې جدي پلټنې روانې دي.
په دې اړه د لښکرګاه ښار د څلورمې حوزې اړوند د باباجي سيمې اوسېدونکي محمد هاشم پژواک ته وويل: ((مازديګر ناوخته و چې له مکتب نه لمبې پورته کېدې، وروسته دولتي کسان راغلل، اور يې مړ کړ.))
دی هم وايي چې د يادې پېښې له امله چا ته زيان نه دى اوښتى؛ ځکه له اورلګېدنې سره سم ټول کسان له ښوونځي ايستل شوي وو.
د يادونې ده، د باباجي سيمه شاوخوا دوه کاله له وسله والو طالبانو سره وه، خو څه موده وړاندې امنيتي ځواکونو ترې بېرته ونیوه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن