Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

“په پکتيکا کې د يوه ځانمرګي په ګډون ٦ وسله وال مخالفين نيول شوي”

ښرنه (پژواک، ٢٨ وږى ٩٨) : د پکتيکا ولايت امنيتي چارواک  وايي چې په مرکز ښرنه کې د يوه ځانمرګي په ګډون يې شپږ وسله وال مخالفين يې نيولي دي.

ددې ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند شامحمود ارين د وږي په ٢٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا کسان د ښار د لومړۍ حوزې له مربوطاتو څخه نيول شوي دي.

هغه زياته کړه، دوى غوښتل چې د ټاکنو د پروسې ګډوډولو او خلکو وېرولو په موخه  ورانکاري کارونه ترسره کړي.

نوموړي وويل، دوى د کشفي ارګانونو له خوا له يوه چسپکي ماين سره يو ځاى نيول شوي دي.

د پکتيکا امنيه قوماندان سمونوال ايمل نيازی وايي چې د ټاکنو لپاره  امنيتي ځواکونه بشپړ چمتووالى لري او چاته به اجازه ورنه کړي چي امنيت ګډوډ کړي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.