مزارشريف (پژواک، ۳۱ وږی ۹۸): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې يو شمېر زده کوونکو د نقاشۍ هنر له لارې په هېواد کې د سراسري سولې او امنيت غوښتنه وکړه.
دغه مراسم د وږي په ۳۱مه د خانه نور روزنیزې شبکې له خوا نیول شوي وو چې په کې د ويناوو ترڅنګ د زده کوونکو په لاس جوړ شوي شاوخوا ۲۰۰ انځورونه هم نندارې ته وړاندې شول.
د پروګرام يوه سمبالوونکي سيد قمرالدين سادات رسنيو ته وويل چې د سولې نړيوالې ورځې په مناسبت يې وغوښتل، څو وښيي چې افغان ماشومان، په ځانګړي ډول د ښوونځيو زده کوونکي له جګړو کرکه لري.
هغه زياته کړه چې په دغه نندارتون کې هغه انځورونه نندارې ته وړاندې شول چې د زده کوونکو له خوا نقاشي شوي او سوله ييزې ذهنيت په کې منعکس شوی دی.
د سادات په خبره، افغان ماشومان غواړي چې حکومت او د هېواد ټول سياسي اړخونه د روان جنګ د پای ته رسېدو لپاره جدي ګامونه واخلي.
نوموړی وايي چې هنر د جګړې ضد دی او د سوله ييز ذهنيت په خپرولو کې مهم او اساسي رول لري.
سادات زياته کړه چې حکومتي او غير حکومتي ټولنې بايد په ماشومانو کې د سوله ييزې انګېزې ايجادولو لپاره ډېر کار وکړي.
احمد د خانه نور تعليمې شبکې زده کوونکی دی چې په دغه نندارتون کې يې په خپل لاس جوړې شوې څو نقاشيانې نندارې ته ايښې دي.
هغه پژواک ته وويل چې د نقاشۍ له لارې د افغانستان د جنګ له ښکېلو خواوو د اوربند او سولې غوښتنه کوي.
نوموړي زياته کړه، روانې جګړې د نورو اړخونو ترڅنګ د هېواد پر تعليمې برخې هم منفي اغېز کړی چې له امله يې سلګونه زره ماشومان له زده کړو بې برخې پاتې کېږي.
احمد له کورنيو هم غواړي چې خپل ماشومان د جګړې او تاوتريخوالي له ذهنيته لرې په سوله ييز ذهنيت سمبال کړي.
عفيفه د رسامۍ هنرمنده ده چې په ياد پروګرام کې يې خپل يو شمېر اثار نندارې ته ايښي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن