مزارشريف (پژواک، ٣١ وږى ٩٨): د ملي دفاع وزارت وايي چې د بلخ د زاري ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال وژل شوى دى.
په شمال کې د شاهين قول اردو له خوا د وږي په ٣١مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه په ياده ولسوالۍ کې ځمکني او هوايي عمليات ترسره شوي دي.
سرچينې زياته کړې چې په دغو عملياتو کې د زاري ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال مولوي ګل احمد چې پر ابوزر مشهور و، له اتو نورو ملګرو سره وژل شوى او ١٣ نور وسله وال ټپيان دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، دغه عمليات وروسته له هغه ترسره شول چې وسله والو طالبانو پر امنيتي پوستو او کمربندونو بريدونه پيل کړل.
شاهين قول اردو ويلي چې په دغو عملياتو کې د پاڅونوالو دوه سرتېري وژل شوي او څلور نور امنيتي سرتېري ټپي شوي دي.
وسله و الو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن