کابل (پژواک، ٢ تله ٩٨): د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد يو ځل بيا خوځښت پیل کړی او د افغان سولې په تړاو يې ليدنې کتنې پيل کړې دي.
شاوخوا درې اوونۍ مخکې د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا له طالبانو سره د خليلزاد د خبرو له ځنډولو وروسته د خليلزاد فعاليتونه هم درېدلي وو.
خو زلمي خليلزاد پرون په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د کلنۍ غونډې په څنده کې د پاکستان له لومړي وزير عمران سره وليدل.
دا په قطر کې د خبرو له ځنډېدو وروسته د افغان سولې په اړه د خليلزاد لومړۍ ليدنه وه.
د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا د تلې په ٢مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې خليلزاد تېره شپه په نيويارک کې د هند د بهرنيو چارو له وزير جى شنکر سره ليدلي او پر افغان سولې يې ورسره خبرې کړې دي.
بلخوا د اندونيزيا د بهرنيو چارو وزارت له خوا هم په ټويټر کې د دغه هېواد د بهرنيو چارو له وزيرې ريټنو سره د زلمي خليلزاد د ليدنې عکس خپور شوى دى.
په دغه ټويټ کې زياته شوې چې دواړو لورو پر افغان سولې او وروستيو رامنځته شوو حالاتو خبرې کړې دي.
د زلمي خليلزاد دا ليدنې په داسې حال کې پيل شوې چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د درول شوو خبرو د بيا پيلېدو لپاره هڅې ګړندۍ شوې دي.
د پاکستان لومړي وزير عمران خان ويلي چې له ولسمشر ټرمپه به وغواړي چې یادې خبرې يو ځل بيا پيل شي.
login or register a new account.