Language

ټرمپ: دافغانستان واقعي سوله زما له پروګرامونو څخه دی

کابل (پژواک، ۲ تله ۹۸) : د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې د ترهګرۍ له منځه وړل او په یو واقعیت باندې د سولې بدلول، د افغانستان لپاره د هغه له پروګرامونو څخه دي.

ټرمپ دغه څرګندونې د تلې په ۲مه، دافغانستان په وخت تر ماښام وروسته په نیویاررک د ملګرو ملتونو د سازمان کلنۍ عمومي غونډې ته وکړې.

هغه یو ځل بیا تکرار کړل چې امریکا هیڅکله “د بې پایه جګړو” پلوي نده او دا چې هغه د افغانستان لپاره د یوې روښانه راتلونکې د موندلوهڅه کوي.

ټرمپ زیاته کړه : “په ټوله نړۍ کې زموږ پیغام روښانه دی. زموږ هدف بې پایه جگړو ته تګ نه دی. په همدې هدف زما اداره د افغانستان لپاره د ښه راتلونکې په هیله کې ده”.

دامریکا ولسمشر وایي : “متاسفانه طالبانو خپلو وحشیانه بریدونو ته دوام ورکړی دی. موږ د خپلو افغان شریکانو د ایتلاف سره کار کولو ته دوام ورکوو چې وکړای شو ترهګري له منځه یوسو. موږ هیڅکله په واقعیت باندې د سولې د بدلولو له هڅې نه لاس نه اخلو”.

ولسمشر ټرمپ په دې وروستیو کې له طالبانو سره د امریکا مذاکرات بند کړل او وویل چې ددې ډلې د ځپلو لپاره اړتیا ده چې د پوځي فشار نه کار واخیستل شي.

د افغانستان دولت هم اعلان کړی دی چې د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کیدو او د نوي حکومت تر جوړیدو پورې د طالبانو سره د خبرو هڅې دروي.

Related Topics