لښکرګاه (پژواک، ٣ تله ٩٨): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د يوې چاودنې له امله د ولسي جرګې د غړي غلام ولي افغان په ګډون څلور تنه ټپيان شوي دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک د تلې په درېيمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته شاوخوا يوه بجه په ولسي جرګه کې د هلمند د استازي غلام ولي افغان په دفتر کې د ماين چاودنه شوې ده.
هغه وويل چې په دغه چاودنه کې افغان ته کوم زيان نه دى پېښ شوى، خو درې تنه نور په کې ټپيان شوي دي.
ده زياته کړه: ((د بررسۍ ټېم مو سيمې ته استولى، ترڅو معلومه کړي چې دغه ماين دننه په دفتر کې ايښودل شوى و که بېرون يې چاودنه کړې ده.))
خو بل لورته يوې سرچينې پژواک ته وويل چې د ماين يوه پارچه پر غلام ولي افغان هم لګېدلې ده.
دى وايي: ((افغان يې روغتون ته نه دى وړى، کورته يې بيولى، ماين چسپکي و ځکه يې ډېر زيان نه دى اړولى.))
د نوموړي د معلوماتو له مخې، افغان په خپل دفتر کې خلکو سره پر خبرو بوخت و چې چاودنه پرې وشوه.
د دې چاودنې مسووليت تر اوسه کومې ډلې نه دى منلى.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP