Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امنیتي چارواکو د ټاکنو د امنیت لپاره له بشپړ چمتووالي ډاډ ورکړ

کابل (پژواک، ۵ تله ۹۸): د هېواد امنیتي چارواکي وايي چې د ټاکنو ورځې د امنیت لپاره یې بشپړ چمتووالی نیولی دی، بلخوا د ټاکنو کمېسیون مسوولینو اعلان وکړ چې د ټاکنو په ورځ به شاوخوا پنځه زره مرکزونه فعال او یوازې ۴۴۵ مرکزونه به تړلي وي.

دغو لوړپوړو امنیتي چارواکو او د ټاکنو خپلواک کمېسیون نن په یوې ګډې خبري غونډه کې له خلکو وغوښتل چې له وېرې پرته د رایې اچونې مرکزونو ته ولاړ شي او په خپل پراخ ګډون سره دې د ټاکنو روڼوالی تضمین کړي.

د افغانستان د وسله وال پوځ لوی درستیز ډګر جنرال بسم الله وزیري د دې ناستې لومړني ویناوال وویل چې د ټاکنو ترسره کولو امنیتي پلان د ملي اردو، پولیسو او ملي امنیت ځواکونو په نږدې همغږۍ پلی کېږي.

د وزیري په خبره، دغه امنيتي پلان په درېیو مرحلو کې چمتو شوی چې مخکې له ټاکنو، د ټاکنو په جریان کې او وروسته له ټاکنو عملي کېږي.

نوموړي وسله والو طالبانو ته په خطاب کې وویل: ((تاسو د افغانستان د خلکو حق مه اخلئ، که واقعاً پر افغان او افغانستان فکر کوئ، پرېږدئ چې د افغانستان خلک په ولسمشرۍ ټاکنو کې خپلې رایې وکاروي څو په راتلونکي کې یو ځواکمن حکومت رامنځته شي، له هغه حکومت سره بیا د یوه افغان په توګه د مذاکرې مېز ته کېنئ.))

هغه دغه راز وايي، که طالبان د ټاکنو ګډوډولو هوډ لري او وغواړي چې خلک د رایې له ورکولو وګرځوي، امکان نه لري او خلک به د خپل ځان او وینې په قیمت تر صندوقونو ولاړ شي او رایې به ورکړي.

هغه خلکو ته ډاډ ورکړ چې له وېرې پرته دې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ګډون وکړي او د خپل هېواد راتلونکی مشر دې وټاکي.

د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین خوشحال سادات په دې خبري ناسته کې د ولسمشرۍ ټاکنو په ورځ د کلکو امنیتي تدابیرو له نیولو خبر ورکړ، ویې ویل، دفاعي او امنیتي ځواکونه بشپړ چمتو دي او د ټاکنو د ورځې لپاره یې لازم امنیتي تدابیر نیولي دي.

جنرال سادات زیاته کړه چې د ټاکنو لومړۍ مرحله (ټاکنیز کمپاین) د امنیتي ارګانونو او ټاکنو کمېسیون په همکارۍ د تېرو ټاکنو په نسبت په بریالیتوب پای ته ورسېده او ټاکل شوې ده سبا (سنبې) د ټاکنو دویمه مرحه (د رایې ورکونې پروسه) پیل شي.

د کورنیو چارو وزارت دغه چارواکي د ۲۰۱۴ کال ټاکنو په پرتله د روان کال ولسمشرۍ ټاکنو کمپاین په جریان کې د دښمن د بریدونو کچه ډېره کمه وښوده او ویې ویل چې د ۲۰۱۴ کال د ولسمشرۍ ټاکنو د کمپاین په جریان کې د نوماندانو پر غونډو ۹۴ بریدونه ترسره شوي وو خو سږ کال په ټول هېواد کې یوازې اته بریدونه ترسره شوي دي.

هغه د ولسمشرۍ د دغو ټاکنو د کمپاین په جریان کې د دښمن د بریدونو کموالي لامل کلک امنیتي تدابیر وبلل.

بلخوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا رییس حبیب الرحمن ننګ وویل چې د رایې ورکوې د ۵۳۷۳ مرکزونو له ډلې ۴۴۵ یې په هېواد کې تړلي دي او په دغو مرکزونو کې ټاکنې نه ترسره کېږي.

هغه وايي چې د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسره کولو لپاره تخنیکي چمتووالی د روان کال د وږي له شپږمې پیل شوی چې له ښه مرغه حساس ټاکنیز توکي د ټاکنو کمېسیون له طرزالعمل سره سم د هېواد ټولو ولایتونو او په وروستي ګام کې ولسوالیو ته لېږل شوي دي.

ننګ څرګنده کړه چې ټاکل شوې د نن ورځې تر پایه ټول حساس ټاکنیز مواد د رایې ورکونې مرکزونو ته ولېږل شي.

د کمېسیون د دارالانشا رییس دغه راز وویل چې په ټوله کې تر ۱۴۰زره ډېرو ملي او نړیوالو ناظرینو او څارونکو ته د ټاکنو د ورځې لپاره باورلیکونه وېشل شوي څو د ټاکنو له پروسې نظارت وکړي.

هغه دغه راز له خلکو وغوښتل څو په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي او د هغوی پراخ ګډون په ټاکنو کې د روڼتیا لامل کېږي.

نوموړی دغه راز د ټاکنو کمېسیون له ټولو کارکوونکو، ناظرینو او څارونکو غواړي چې په پوره بې طرفۍ سره د تلې د شپږمې ټاکنې مدیریت او نظارت کړي.

ټاکل شوې ولسمشرۍ ټاکنې سبا شنبې (د تلې شپږمه) په ټول هېواد کې ترسره شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.