کابل (پژواک، ۸ تله ۹۸) : د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب وایي، سوله زموږ مشترک هدف او ترهګري مو ګډ دښمن دی او نباید د سولې په یوه غیر واقعي بیړه کې ترهګر پیاوړي کړو.
د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب دغه څرګندونې نن په نیویارک کې د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډې ته دافغانستان په استازیتوب پخپله وینا کې وکړې.
هغه زیاته کړه، د ویاړ خبره داده، چې دوه ورځې وړاندې شاوخوا درې میلیونه افغانانو د ترهګرۍ له ګواښونو سره خپل ژوند په خطر کې واچاوه او د افغان ځوانې ډیموکراسې په څلورمه دوره ولسمشریزو ټاکنو کې یې رایه ورکړه.
ده وویل، د هغو کسانو په منځ کې، چې رایه یې ورکړه نارینه، مېرمنې او آن لا داسې سپین ږیري شامل و، چې ښايي دا یې د ژوند وروستۍ رای اچونه وه. همدارنګه داسې ځوانان هم په کې و، چې نوي د رای اچونې سن ته رسيدلي او دا یې د ولسمشر ټاکلو لومړۍ تجربه وه. په ټاکنو کې داسې کسانو هم رایه واچوله، چې معلولان و او د رای اچونې تر مرکزه تګ ورته آسانه نه و.
محب وایي : (( زموږ په ولسمشریزو ټاکنو کې داسې کسانو هم برخه واخیسته، چې د لاس ګوتې یې د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې د طالبانو لخوا پرې شوې وې، خو دوی بیا هم راووتل او رایه یې ورکړه. موږ یوازې د ولسمشر د ټاکلو لپاره رایه ورنکړه، بلکې ډیموکراسۍ ته مو رایه ورکړه، اساسي قانون ته مو رایه ورکړه، سولې ته مو رایه ورکړه، آزادۍ او ملي حاکمیت ته مو رایه ورکړه، هوساینې او وصل ته مو رایه ورکړه او د افغانستان اسلامي جمهوریت ته مو رایه ورکړه.))
د ملي امنیت سلاکار وویل، نړیواله ټولنه په ځانګړي ډول د ناټو غړي هېوادونه په تېرو دوو لسیزو کې د افغانانوترڅنګ ولاړ وو او د دې زمینه یې برابره کړه، چې هیواد له جګړې راووځي، بیا ورغول شي او د یوه نوي افغانستان په اړه فکر وکړو، داسې افغانستان، چې په اسلامي ارزښتونو او افغاني عنعناتو ولاړ او د تل لپاره له خونړۍ ماضي ژغورل شوی وي.
ده زیاته کړه : (( موږ افغانان د ولسواکۍ او سولې لپاره پر خپله ژمنه ولاړ یو. افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د یوه مسلکي او استوار بنسټ په توګه دا ثابته کړې، چې زمونږ له ډیموکراتیک بهیره ساتنه کولای شي او نړیواله ټولنه هم له دې بهیره د ملاتړ په برخه کې له افغان ولس او دولت سره په خواکې ولاړ دي، خو لاهم د هغو کسانو د موجودیت له امله، چې د سولې پر وړاندې ولاړ دي ابهامات موجود دي.))
د ملي امنیت سلاکار طالبانو او د هغوی بهرنیو ملاتړو ته پخپل پیغام کې وویل چې ورسره د سولې په بهیر کې یو ځای شي کنه پر وړاندې به یې جګړه جاري وساتل شي.
هغه وویل : ((مونږ د هغې سولې د راوستو لپاره پر خپلو وړتیاوو باور لرو، چې ټول عمر مو یې هیله درلوده. مونږ په دې اړه له وړاندې زیات ګامونه پورته کړي، خو لا هم اوږده لار په مخکې لرو. راتلونکي ګامونه په موږ افغانانو پورې اړه لري.))
حمد الله محب وایي، د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې، چې هر څه وي، خو یو شی واضح دی، چې سوله د دولت لومړیتوب دی او وي به، چې اوس حکومت ته د خلکو د یو ځل بیا رایې ورکولو له امله به نوره هم تقویه شي.
د هغه په وینا، سولې ته د رسېدو لپاره راتلونکی ګام به هم د لومړي هغه په څېر د افغانانو لخوا پورته شي. د ۲۰۱۸ کال په فبرورۍ کې ولسمشر محمد اشرف غني طالبانو ته له قید او شرط پرته د سولې د مذاکراتو وړاندیز وکړ، چې تر اوسه هم پر خپل ځای دی.
ده وویل، ولسمشر محمد اشرف غني په نوامبر میاشت کې د سولې لار نقشه وړاندې کړه او یو مذاکراتي ټیم یې اعلان کړ. افغانستان د ۲۰۱۹ کال له پیل سره له افغانانو سره د سراسري مشورې له لارې د سولې لارې ته دوام ورکړ.
login or register a new account.