Language

د بغلان امنيه قومندان او د ولايتي شورا مرستيال ټپيان شول

پلخمري (پژواک ١٠ تله ٩٨): سرچينې وايي، د بغلان د امنيه قومندانۍ په انګړ کې د دې ولايت د ولايتي شورا د مرستيال او د سيمه ييزو پوليسو د يوه قومندان ترمنځ وسله واله نښته شوې چې امنيه قومندان او د ولايتي شورا مرستيال په کې ټپيان شوي دي.

د ولايتي شورا د مرستيال ورور نورالحق بارکزي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن ماښام کابو ٧ بجې د بغلان د امنيه قومندانۍ د انګړ په دننه کې د سيمه ييزو پوليسو د قومندان امين اکاخېل او د ده د ورور شمس الحق بارکزي ترمنځ لفظي شخړې شوې او وروسته يې يو پر بل وسله وال بريد کړى دى.

ده زياته کړه، په دې پېښه کې د ده ورور بارکزى، د بغلان امنيه قومندان سمونوال نيازمحمد نيازمند او د ظاهر په نامه د سيمه ييزو پوليسو د يوې پوستې قومندان ټپيان شوي او يو پوليس وژل شوى دى.

نوموړي د دې ترڅنګ چې د شمس الحق بارکزي روغتيا ډاډمنه وبلله، د پېښې د علت په اړه معلومات نه درلودل.

د بغلان سرپرست والي عبدالقديم نيازي، پژواک ته وويل چې په دې پېښه کې د ولايتي شورا مرستيال بارکزى او امنيه قومندان نيازمند سرسري ژوبل شوي دي.

د ولايتي شورا يوه غړي مولوي راجي هم د دې پېښې پخلى وکړ او ويې ويل چې دغه نښته په امنيه قومندانۍ کې رامنځ ته شوې او بارکزى په خېټه کې په مرمۍ لګېدلى دى.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.