Language

د فراه پولیس د طالبانو د دوو مسوولینو له وژل کېدو خبر ورکوي

 

فراه (پژواک، ۱۶ تله ۹۸): امنیتي سرچینې د طالبانو د یوه مهم نظامي مسوول ملا عبدالصمد او فراه کي د هغوی د موسسو د مسوول ملا داوود له وژل کېدو خبر ورکوي، خو طالبان دغه څرګندونې ردوي.

د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند محب الله محب وویل چې ملا عبدالصمد او ملا داوود تېر ماښام شاوخوا ۷ بجې د خاک سفېد ولسوالۍ اړوند سیمو کې د پرېکنده ماموریت ځانګړو ځواکونو په بېلو هوایي بریدونو کې وژل شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د فراه په ګډون د شلو ولایتونو لپاره د طالبانو نظامي مسوولین پر داسې یو پلان کار کوي، څو د فراه پر مرکز برید وکړي او سقوط یې کړي.

د محب په خبره چې ملا عبدالصمد د دغو شلو نظامي مسوولینو مشري پر غاړه درلوده.

په ورته وخت کې د سیمې یوه اوسېدونکي چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم یاد شي، د ملا داوود او د هغه د یوه ساتونکي وژل کېدل تایید کړل.

نوموړي وویل چې یاد دوه کسان پر موټرسایکل سپاره وو چې تر هوایي برید لاندې راغلل.

د سیمې دغه اوسېدونکي وویل چې د دويم هوایي برید د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري؛ ځکه چې دغه برید د دوی د اسېدو له ځایه په لرې واټن کې ترسره شوی دی.

خو د طالبانو ویاند ذبیج الله مجاهد وایي، د طالبانو په  تشکیلاتو کې هيڅ داسې کوم ارګان نشته چې د شلو ولایتونو لپاره یو مسئول ولری. هغه زیاتوي:"دا خبره يې حقیقت نه لري، موږ يې ردوو."  

login or register a new account.