منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۱۹ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

شېرخان بندر کې ډېری شرکتونو د ناامنیو له امله خپل فعالیتونه درولي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۴۲ کتنې

کندوز ښار (پژواک، ١٨ وږى ٩٨): په کندوز کې د سوداګرو اتحاديې چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د نا امنيو له امله د  شېرخان بندر د ١٤٥ شرکتونو شمېر اتو ته را ټیټ شوی دی.

دوى وايي، که چېرې امنيتي وضعيت ښه نه شي، دغه اته شرکتونه به هم خپل فعاليتونه بند کړي.

په دې اړه په شېرخان بندر کې د سوداګر اتحاديې رييس سيد مجتبى هاشمي د تلې په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نا امني، په غير قانوني توګه د پيسو اخيستل او د ګمرکي اسانتياوو کموالي سوداګر  اړ کړي څو په دغه ولايت پانګونه کمه کړي.

دى وايي: ((دوه کاله مخکې په دغه بندر کې ١٤٥ شرکتونو فعاليت درلود خو يادې ستونزې د دې لامل شوې چې شمېر يې اتو ته را ټيټ شي او که دغه مشکلات حل نه شي، دغه شرکتونه به هم خپل کار بند کړي.))

دغه راز د شېرخان بندر د سوداګرو اتحاديې مرستيال سيد جلال پژواک ته وويل چې د نا امنيو له امله له سختو ستونزو سره مخ دي.

ده وويل: ((د کندوز شېرخان بندر په لويه لار غله پيدا شوي، اختطاف کېږي نورې نا امنۍ هم شته، حيران يو چې څه وکړو.))

د هغه په وينا، د شېرخان بندر ډېرى سوداګر دا مهال د هېواد نورو بندرونو ته ورغلي او هلته يې پانګونه کړې ده.

په ورته وخت کې د کندوز ولايتي شورا رييس يوسف ايوبي پژواک ته وويل چې په شېرخان بندر کې د پانګوالو شمېر کم شوی دی.

ايوبي زياته کړه: ((د شېرخان بندر مسوولين او نور چارواکي له سوداګرو سره هېڅ ښه چلند نه کوي او ناامني هم سخته زياته شوې ده، نو څنګه به سوداګر زړه وکړي چې په دغه ولايت کې پانګونه وکړي.))

همدارنګه په شېرخان بندر کې د سوداګرۍ خونې وياند مسعود وحدت هم پژواک ته وويل چې په شېرخان بندر کې د پانګونې کچه ډېره کمه شوې ده، که د سوداګرو ستونزې حل نه شي ډېر ژر په دغه بندر وتړل شي.

د يادو څرګندونو په غبرګون کې د کندوز د والي وياند عصمت الله مرادي پژواک ته وويل چې د کندوز والي د شېرخان بندر له سوداګرو سره په وروستۍ لیدنه کې وويل چې ټولې ستونزې يې هواروي.

مرادي زياته کړه: ((والي صاحب ورسره وليدل، د ستونزو د حل ژمنه يې ورکړه او ورته يې وويل چې هېڅوک حق نه لري سوداګرو ته ستونزې جوړې کړي.))

د يادونې ده، شېرخان بندر د افغانستان له مهمو بندرونو دى چې افغانستان له ګاونډي هېواد تاجکستان سره نښلوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد