کابل (پژواک، ۲۰ تله ۹۸): د ولسي جرګې ځینو غړو د پولیسو له خوا د وکیلانو د موټرو درولو په اړه تېره شپه غونډه جوړه کړې وه او وایي چې د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین «د فلم هلک دی» او باید ګوښه شي.
خو د دوی دغه اقدام او خبرې د جرګې د ځینو نورو غړو له خوا له نیوکې سره مخ شوې او کورنیو چارو وزارت پر ټولو یو شان د قانون پلي کولو ترڅنګ ویلي، پولیسو د وکیلانو موټرو د تورو ښیښو د لرلو له امله چې منع اعلان شوې، درولي وو.
وکیلانو ته د سپکاوي ادعا
په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو ستازي شاهپور حسنزي پژواک خبري اژانس ته وویل، د ولسي جرګې ځيني غړي د دې جرګې د یوه غړي شاه وزیر تره خېل د کاکا فاتحې ته ورتلل چې موټر یې د کابل په ګمرک کې د پولیسو له خوا ودرول شول.
هغه زیاته کړه چې پولیسو لومړی د دې جرګې د غړو (نرندرسنګ خالصه، جاوېد صافي او مریم سلیمان خېل) موټر ودرول.
هغه وویل: «پولیسو د کورنیو چارو وزارت د امنیتي معین خوشحال سعادت په لارښوونه، سره له دې چې اسناد او د وسلو اجازه یې هم درلوده، له وکیلانو سره یې تر هغه بریده خراب وضعیت کړی و چې د وکیلانو د ساتونکو او پولیسو ترمنځ د لفظي شخړه رامنځته کېدو سبب شو.»
حسنزي زیاته کړه چې وروسته یادو درېیو وکیلانو له نورو وکیلانو سره ټيلېفوني اړیکې ونیولې او شاوخوا ۶۰ نورو وکیلانو ځانونه د پېښې ځای ته ور ورسول او ویل یې، څو چې د کورنیو چارو وزیر د پېښې ځای ته رانه شي، له دغه ځایه نه ځي.
هغوی وویل که وزیر د پېښې دغه ځای ته حاضر نه شي؛ نو د جرګې تالار ته ړې حاضر شي او د خلکو د استازو ته دې قناعت ورکړي. د هغه په خبره، وکیلان وروسته د جرګې تالار ته ولاړل او وزیر هم ناستې ته حاضر شو.
د کورنیو چارو وزارت: پولیسو له قانون سره سم عمل کړی
له کورنیو چارو وزاته یوې سرچینې چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم یاد شي، وویل: «وروسته له هغه چې تېره ورځ یوه وکیل د کابل ګمرک ته نږدې په لسګونه نور وکیلان راټول کړل او ادعا یې وکړه چې ګواکې د پولیسو له خوا د تور فلم پاکولو پر وخت ورته سپکاوی شوی او هغو ټینګار کاوه چې د پېښې ځای ته د کورنیو چارو وزیر حاضر شي، خو د وکیلانو له ټینګار سره سره د کورنیو چارو وزیر د پېښې ځای ته حاضر نه شو خو تېره شپه۱۱:۳۰ پارلمان ته ولاړ او تر یوې بجې یې په هغه ځای د پولیسو له موقف څخه چې پولیسو د وکیلانو د موټرو تورې ښیښې پاکې کړې وې، په پوره جرئت دفاع وکړه.»
سرچینې زیاته کړه چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست د دې جرګې د تېرې شپې په ناسته کې وویل: «یو شمېر وکیلان باید خپلې وسلې قانوني کړي، موږ اړ یو څو قانون په ټولو یو شان پلی کړو، هېڅوک له قانونه لوړ نه دي او هېڅوک نه شي کولای د پولیسو د قانوني فعالیت خنډ وګرځي.
یو شمېر وکیلان: امنیتي معین د فلم هلک دی او باید استجواب شي
login or register a new account.