کندهار ښار (پژواک، ٢٠ تله ٩٨) : د کندهار والي حيات الله حيات د تازه میوې پر سر د لوړ محصول اخیستلو موضوع له پاکستاني پلاوي سره شریکه کړه.
په دې وروستيو کې د کندهار بڼوالو او د تازه مېوو سوداګرو شکايت کړى و، چې پاکستان د کندهار پر انارو او نورو تازه مېوو محصول لوړ کړى دى.
د کندهار ولايت مقام له خوا د تلې په ٢٠مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، د پاکستان قونسل نعیم خان او د یاد هېواد د کرنې او سوداګرۍ وزارتونو څخه راغلي پلاوي په ولایت مقام کي له کندهار والي حیات الله حیات سره وکتل، چي پر مهال یې د کندهار صنعت او تجارت، کرنې او بهرنیو چارو رئیسانو او د صنعت او معدن خونې مسوول هم شتون درلود.
سرچينې زياته کړې، له پاکستان څخه راغلي پلاوي د خپل سفر موخه د سوېلي حوزې په کچه د پختې تولیداتو کیفیت څېړل او وروسته دولت په دولت د یو تړون له مخې هغه پاکستان ته صادرول یاد کړل.
راغلي پلاوي وويل، د سوېلي حوزې پخته د سیمې په کچه لوړ کیفیت لري او په صنعت کې په ډېره ښه توګه د استفادې وړ ده، چي دوى کولاى شي په بیلابیلو اجناسو کې ورڅخه استفاده وکړي.
د کندهار والي حیات الله حیات په دې ليدنه کې وويل چې دواړه هیوادونه ګډ مشترکات لري او د هغو د پیاوړتیا لپاره باید دولت په دولت ښې اړیکې وپالل شي.
هغه راغلي پلاوي ته د ستونزې په توګه یادونه وکړه، چې د تازه میوو پر سر د پاکستان له لوري د محصول ډېرېدل افغان سوداګر له ستونزو سره مخ کړي او په یاده برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
کندهار والي راغلي پلاوي ته وویل، چې د سوداګریزو اړیکو په برخه کې دواړه دولتونه باید لازمې اسانتیاوې برابرې کړي، تر څو د دواړو هېوادونو سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې شي.
حيات د سوېلي حوزې حاصلات ځکه د کیفیت له اړخه ښه وبلل، چې په خبره يې دلته د کرنې لپاره ښه اب او هوا مساعده ده او دوی ته يې بلنه ورکړه، چې د پختې صادراتو په پیلیدو سره په ګڼو نورو برخو کې هم د تجارتي اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې هڅې وشي، تر څو د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګریزې راکړه ورکړه ډیره او پیاوړې شي.
په خبرپاڼه کې راغلي، پاکستاني پلاوي ډاډ ورکړ چې په یادو برخو کې به له مسوولینو سره خبرې وکړي .
login or register a new account.