ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې د افغانستان او منځنۍ اسيا هيوادونو تر منځ د اړيکو پراختيا په موخه کنفرانس جوړ شو

بلخ کې د افغانستان او منځنۍ اسيا هيوادونو تر منځ د اړيکو پراختيا په موخه کنفرانس جوړ شو

author avatar
15 Oct 2019 - 20:23
بلخ کې د افغانستان او منځنۍ اسيا هيوادونو تر منځ د اړيکو پراختيا په موخه کنفرانس جوړ شو
author avatar
15 Oct 2019 - 20:23

مزارشريف ( پژواک، ۲۳تله، ۹۸): بلخ کې د افغانستان او منځنۍ اسيا هيوادونو تر منځ د اړيکو پراختيا په موخه جوړ شوي کنفرانس کې ټینګار وشو چې د سیمی د اتصال لپاره باید د منځنۍ او جنوبي اسيا هيوادونه له افغانستان سره اړینې مرستې وکړي.

ياد کنفرانس د افغانستان د چارو ادارې په نوښت د تلې مياشتې په ۲۳مه، مزارشريف کې جوړ شوی وو، چې د افغان چارواکو سربېره پکې د منځنۍ اسيا هيوادنو يو شمېر استازو هم ګډون کړی وو.

په دغه کنفرانس کې ټينګار په دې وو، چې سيمه ييز هيوادونه بايد په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ جوړېدو لپاره د مالي امکاناتو برابرېدو په برخه کې همکاري وکړي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مرستيال عبدالباري صديقي وويل، چې افغانستان د خپل مهم جغرافيايي موقعيت له پلوه د منځنۍ او جنوبي اسيا تر منځ د اړیکو د پل حيثيت لري.

هغه زياته کړه، چې افغانستان د خپل داخلي اقتصاد او همدا راز د سيمه ييزو هيوادونو د اقتصادي پراختيا لپاره په مناسب ځای بدل شوی دی.

نوموړي وويل، چې د منځنۍ او جنوبي اسيا هيوادونو تر منځ د اړيکو پراختيا لپاره اړتيا ده، چې افغانستان کې د ټرانسپورټي بنسټونو او همدا راز اوسپنې پټلۍ جوړېدو په برخه کې پانګونه وشي.

د هغه په وينا دا مهال د افغانستان له پنځوس سلنې ډېر واردات له حيرتان بندر څخه کېږي.

 صديقي وایي، چې افغانستان د بلخ له مرکز مزار نه هرات ته د ۶۵۷ کېلومټره په اوږدو کې د رېل پټلۍ چارې تر لاس لاندې لري چې شاوخوا ۲،۲ مليارډه ډالر لګښت پرې راځي.

هغه زیاته کړه چې ازبکستان په دې برخه کې د ۵۰۰ مليون ډالرو مرستې ژمنې کړې.

د هغه په وينا د يادې پروژې په بشپړېدو سره د افغانستان اقتصادي وده لس سلنه لوړېږي.

بلخ کې د ازبکستان مرستيال قونسل عبدالستار ميرزايوف وويل، چې ياد کنفرانس د اقتصادي او سوداګريزو امکاناتو په اړه د نظرياتو د تبادلې په موخه جوړ شوی او موخه يې د افغانستان او منځنۍ اسيا هيوادنو تر منځ د اړيکو پراخېدل دي.

ده زياته کړه، چې د افغانستان او ازبکستان خلک له پخوا زمانو څخه په اړيکه کې دي او په دې وروستيو کې دغه اړيکې يو ځل بيا پیاوړې شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.