کابل (پژواک، ۲۸ تله ۹۸) : ولسمشر غني دامریکا د دفاع وزیر سره بر امنیتي مسایلو، ترهګرۍ سره مبارزې او دافغان امنیتي ځواکونو پر تمویل او تجهیز خبرې وکړې.
له ارګ څخه د تلې په ۲۸مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلی، ولسمشر اشرف غني نن ماښام د امریکا متحدو ایالتونو د دفاع وزیر مارک اسپر سره چې د دغه هیواد د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی وو، وکتل.
سرچینې زیاته کړې، په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه دواړو لوریو د افغانستان، سیمې او نړۍ پر امنیتي مسایلو، تروریزم سره د مبارزې، د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل او تجهیز او په بېلابېلو برخو کې د دواړو هیوادونو تر منځ پر همکاریو بحث او خبرې وکړې.
په پیل کې مارک اسپر د امریکا متحدو ایالتونو د حکومت او خلکو په استازیتوب د ننګرهار ولایت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د تروریستي پېښې په خاطر خپله خواخوږي او همدردي جمهوررئیس غني ته څرګنده او د جمهوري ریاست د بریالیو ټاکنو د ترسره کېدو او په دغه ملي بهیر کې د خلکو د ګډون په خاطر د افغان امنیتي ځواکونو او حکومت هڅې وستایلې.
همدارنګه د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزیر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره دامریکا د مرستو پر موثریت ټینګار وکړ.
ولسمشر غني د امریکا متحدو ایالتونو دفاع وزیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ اداري فساد سره د مبارزې په ځانګړي ډول د هیواد په امنیتي او دفاعي ارګانونو کې فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت د عملي او سیستماتیکو اقداماتو په اړه خبرې وکړې او د راتلونکو اقداماتو په اړه یې هم رڼا واچوله.
په دغه کتنه کې دواړو لوریو د سولې پروسې د راتلونکو اقداماتو تر څنګ د افغانستان، سیمې او نړۍ د اوضاع په اړه هم بحث او خبرې وکړې.
login or register a new account.