Language

د سولې وزارت: د چين په ناسته کې د “منلو وړ معيارونو” په پام کې نيولو سره ګډون کوو

کابل (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ٩٨): د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي  چې په چين کې د بين الافغاني ناستې پر جزئياتو خبرې روانې دي او په هغه صورت کې چې د منلو وړ معيارونه يې په پام کې نيولي وي، په کې د ګډون په اړه به پرېکړه وشي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت له خوا د لړم په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه وزارت د يو اصل په توګه د افغانانو ترمنځ د هر ډول ډيالوګ هرکلی کوي، خو په دې تمه چې د سولې په پروسه کې یو ګام مخکې ولاړ شي.

سرچينې زياته کړې، د ګډونوالو د انتخاب طريقې او د اجنډا تنظيم ته په پام د دوحې ډيالوګ بريالۍ تجربه وه او د سولې پروسې د مخې ته وړلو لپاره يې رغنده لاره روښانه کړه.

په خبرپاڼه کې راغلي: ((د دې ډول ناستو پر ټول ‌شمول والي او د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت پر مرکزي رول زموږ ټینګار پر خپل ځای دی.))

د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، اوسمهال په چين کې د ډيالوګ جوړېدو پر جزئياتو خبرې روانې دي او په هغه صورت کې چې د منلو وړ معيارونه يې په پام کې نيولي وي، په دغه پروګرام کې د ګډون په اړه به پرېکړه وشي.

ځينو رسنيو خبر ورکړى چې د چين ناسته راتلونکې اوونۍ د لړم په شپږمه او اوومه ترسره کېږي، خو په کابل کې ځيني وايي چې افغان حکومت د دوو اوونيو لپاره د دې ناستې ځنډولو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان لپاره د چين استازي پرون په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر له مشرانو سره هم ليدلي او طالبانو د چين په ناسته کې د ګډون پرېکړه کړې ده.

د افغانستان د ملي امنيت شورا وياند کبير حقمل وايي چې دوى د چين له ناستې په جريان کې دي او په دې اړه بحثونه پيل شوي دي.

خو هغه پژواک اژانس ته وويل، تر اوسه په دې ناسته کې د افغان حکومت د ګډون يا نه ګډون پرېکړه نه ده شوې.

ويل کېږي چې په دې ناسته کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي، د حزب اسلامي د مشر ګلبدين حکمتيار، د جمعيت اسلامي غړو عطاءمحمد نور، اسماعيل خان په ګډون يو شمېر افغان سياسيونو ته بلنه ورکړل شوې ده.

login or register a new account.