مزارشريف ( پژواک، ۴لړم ۹۸) : په بلخ ولايت کې د جنايي جرايمو له زياتېدو سره پر امنيتي ارګانونو د کم کارۍ له امله نيوکې زياتې شوې دي.
له جنايي جرمونو څخه يو شمېر زيانمن شوي کسان وخت نا وخته د بلخ ولايتي شورا ته مراجعه کوي او ادعا لري چې مسوول امنيتي ارګانونه يې قضيو ته پر وخت رسېدنه نه کوي.
د بلخ د دهدادي ولسوالۍ يو شمېر قومي مشران او اوسېدونکي د لړم په ۴مه، د بلخ ولايتي شورا ته د اعتراض په ډول ورغلي وو او د خپلو قاتلينو د نيولو غوښتنه يې کوله.
دغه خلک وايي، چې تېره اوونۍ د دهدادي ولسوالۍ په چهل ګزي سيمه کې د ځمکې پر سر جنجال له امله د يوې کورنۍ دوه غړي وژل شوي او يو بل ټپي شوی دی؛ خو زياتوي چې وژونکي يې لا هم نه دي نيول شوي.
د دغې زيانمنې شوې کورنۍ يو غړی، چې احمد فرهاد نومېږي او د تېرې اوونۍ په پېښه کې ټپي شوی هم و، وايي چې له خپل تره سره يې د ځمکې پر سر جنجال درلود.
هغه وايي، د دوی ځمکه يې د تره له خوا نږدې پنځلس کاله مخکې غصب شوې وه او دا چې تره يې زور لرونکی و؛ نو دوی خپله سيمه پرېيښې وه او پکتيا ته کډوال شوي وو.
فرهاد زياتوي، څو مياشتې مخکې خپل کلي ته راکډه شول او کله يې چې د خپلې ځمکې د بېرته تر لاسه کېدو هڅې پيل کړې؛ نو د تره له خوا يې پرې بريد وشو.
نوموړی وايي، چې په دغه وسله وال بريد کې يې پلار او ورور ووژل شول او دی خپله ټپي شو.
هغه زياته کړه، له پېښې يوه اوونۍ وروسته لا هم قاتلين نه دي نيول شوي او په وينا يې چې د ياد بريد طرحه کوونکي په ازادانه ډول په مزارشريف ښار کې تګ راتګ او کاروبار کوي.
نوموړی له کورنيو چارو وزارت څخه غوښتنه کوي، چې قضيې ته يې جدي پاملرنه وکړي.
د احمد فهيم په نوم د دغې کورنۍ يو بل غړی هم وايي، چې په ياده قضيه کې د بلخ د پوليسو له کړنو څخه دوی خوښ نه دي.
هغه زياته کړه: (( دا چې پوليسو پر وخت اقدام ونه کړ او قاتلين يې ونه نيول؛ نو موږ مجبور شوو، چې ولايتي شورا ته راشو او خپل غږ تر لوړ رتبه چارواکو ورسوو)).
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP