مزارشريف ( پژواک، ۴لړم ۹۸) : په بلخ ولايت کې د جنايي جرايمو له زياتېدو سره پر امنيتي ارګانونو د کم کارۍ له امله نيوکې زياتې شوې دي.
له جنايي جرمونو څخه يو شمېر زيانمن شوي کسان وخت نا وخته د بلخ ولايتي شورا ته مراجعه کوي او ادعا لري چې مسوول امنيتي ارګانونه يې قضيو ته پر وخت رسېدنه نه کوي.
د بلخ د دهدادي ولسوالۍ يو شمېر قومي مشران او اوسېدونکي د لړم په ۴مه، د بلخ ولايتي شورا ته د اعتراض په ډول ورغلي وو او د خپلو قاتلينو د نيولو غوښتنه يې کوله.
دغه خلک وايي، چې تېره اوونۍ د دهدادي ولسوالۍ په چهل ګزي سيمه کې د ځمکې پر سر جنجال له امله د يوې کورنۍ دوه غړي وژل شوي او يو بل ټپي شوی دی؛ خو زياتوي چې وژونکي يې لا هم نه دي نيول شوي.
د دغې زيانمنې شوې کورنۍ يو غړی، چې احمد فرهاد نومېږي او د تېرې اوونۍ په پېښه کې ټپي شوی هم و، وايي چې له خپل تره سره يې د ځمکې پر سر جنجال درلود.
هغه وايي، د دوی ځمکه يې د تره له خوا نږدې پنځلس کاله مخکې غصب شوې وه او دا چې تره يې زور لرونکی و؛ نو دوی خپله سيمه پرېيښې وه او پکتيا ته کډوال شوي وو.
فرهاد زياتوي، څو مياشتې مخکې خپل کلي ته راکډه شول او کله يې چې د خپلې ځمکې د بېرته تر لاسه کېدو هڅې پيل کړې؛ نو د تره له خوا يې پرې بريد وشو.
نوموړی وايي، چې په دغه وسله وال بريد کې يې پلار او ورور ووژل شول او دی خپله ټپي شو.
هغه زياته کړه، له پېښې يوه اوونۍ وروسته لا هم قاتلين نه دي نيول شوي او په وينا يې چې د ياد بريد طرحه کوونکي په ازادانه ډول په مزارشريف ښار کې تګ راتګ او کاروبار کوي.
نوموړی له کورنيو چارو وزارت څخه غوښتنه کوي، چې قضيې ته يې جدي پاملرنه وکړي.
د احمد فهيم په نوم د دغې کورنۍ يو بل غړی هم وايي، چې په ياده قضيه کې د بلخ د پوليسو له کړنو څخه دوی خوښ نه دي.
هغه زياته کړه: (( دا چې پوليسو پر وخت اقدام ونه کړ او قاتلين يې ونه نيول؛ نو موږ مجبور شوو، چې ولايتي شورا ته راشو او خپل غږ تر لوړ رتبه چارواکو ورسوو)).
۴۵ کلنه سهيلا هم د خپل يوه زوی د له لاسه ورکولو په تړاو ولايتي شورا ته مراجعه کړې ده.
هغې چې د شورا په انګړ کې پر سپېرو خاورو ناسته وه د عدالت غوښتنه يې کوله.
سهيلا پژواک ته وويل، يو نيم کال وړاندې يې ۲۳ کلن زوی د غلو له خوا ووژل شو؛ خو په خبره يې چې تر اوسه يې په حق کې عدالت نه دی تامين شوی.
هغې وويل: (( زما زوی يې د پيسو په خاطر راته وواژه، بيا يې جسد د موټر په ډاله کې اچولی و او زه يې خبره کړم، چې د زوی مړی مې له هغه ځايه تر لاسه کړم)).
دغه مېرمن وايي، سره له دې چې د زوی قاتل يې نيول شوی؛ خو اوس له زندان څخه دوی ته د وژلو ګواښونه رالېږي.
هغې زياته کړه، چې له وژل شوي زوی څخه ورته دوه ماشومان پاتې دي، چې يو يې درې کلن او بل يې يو نيم کلن دى.
په ورته مهال د بلخ اوسېدونکي پر روان وضعيت اندېښمن دي او پر پوليسو د ناغېړۍ تور پورې کوي.
د بلخ قومي مشر سيد نورالله پژواک ته وويل چې د هرې ورځې په تېرېدو سره د جنايي پېښو، وژنو، غلاوو او تښتونو قضيې زياتېږي.
نوموړی زياتوي، چې خلک په وېره کې ژوند کوي.
د دغه قومي مشر په خبره، نه په مزارشريف ښار او نه هم په ولسواليو کې د خلکو سر او مال خوندي دی.
هغه وويل: (( دا څه حال دی، پرته د قتل، غلا او اختطاف له خبرو بل څه نشته، موږ سره دا پوښتنه همېشه مطرح وي، چې امنيتي ارګانونه چېرته دي او په څه شي بوخت دي؟)).
د هغه په خبره که پوليس د يادو پېښو د مخنيوي لپاره عاجل ګامونه پورته نه کړي؛ نو وضعيت به له دې هم پسې کړکېچن شي.
د بلخ ولايتي شورا هم ياد وضعيت نه منونکی بولي.
د ولايتي شورا مرستيال سيد عبدالله مسرور د لړم په ۴مه، پژواک ته وويل، چې د شته نا امنيو او جرايمو له امله هر کله د خلکو شکايتونه تر لاسه کوي.
هغه ډاډ ورکړ، چې د دهدادي ولسوالۍ قضيه به تعقيب کړي او هڅه به يې دا وي، چې دغه موضوع د اړونده مسوولو چارواکو له خوا وڅېړل شي.
ده له امنيتي ارګانونو هم غوښتنه وکړه، چې د شته خپلسريو د مخنيوي لپاره بايد لاس په کار شي.
د مسرور په خبره، د بلخ خلک نور د ظلم او بې عدالتۍ تاب نه لري.
خو د بلخ امنيه قومانداني بيا وايي، چې دوی د جنايي جرمونو د مخنيوي لپاره عملي هڅې پيل کړې دي.
د امنيه قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل پژواک ته وويل، چې د دهدادي ولسوالۍ زيانمنه شوې کورنۍ بايد د ولايتي شورا پر ځای پوليسو ته چې د قانون پلي کوونکي دي؛ مراجعه وکړي.
نوموړي وويل: (( زيانمن شوي خلک بايد امنيه قوماندانۍ ته مراجعه وکړي، دوی دې خپله ستونزه موږ سره شريکه کړي، چې په تړاو يې موږ اجراات وکړو)).
هغه زياته کړه، تېره اوونۍ يې په مزارشريف کې ۲۲ کسان د بېلابېلو جرايمو په تور نيولي او عدلي ارګانونو ته يې معرفي کړي دي.
عادل مني چې په وروستيو اوونيو کې مزارشريف کې د شته بې بندوباريو په اړه د خلکو شکايتونه زيات شوي؛ خو ډاډ ورکوي چې د مخنيوي لپاره يې هم دوی پر عملي چارو لاس پورې کړی دی.
د هغه په خبره، مزارشريف کې يې پر بې اسناده موټرسايکلونو بنديز لګولی او همدا راز د هغو ګروپونو د نيولو لپاره يې هڅې ګړندۍ کړي، چې په جنايي جرايمو کې لاس لري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










