Language

په بغلان کې د ترافيکي پېښې له امله څلور کسان مړه شوي

پلخمري (پژواک، ٤  لړم ٩٨) : د بغلان ولايت په دوشي ولسوالۍ کې يو موټر سيند ته لوېدلى  چې له امله يې څلور تنه مړه شوي دي.

د بغلان د والي وياند نذيرنجم د لړم په ٤  مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه پرون د دوشي ولسوالۍ د سنګ سراخ په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې د بغلان ولايت مقام داجرايي مدير خداى نظرخان موټر له چپه کېدو وروسته سيند ته لوېدلى چې له امله يې هغه او د اروزګان ولايت د معلولينوچارو امر په ګډون څلور کسان مړه شوي دي .

نجم وايي چې تر اوسه د نورو کسانو هويت نه دى په ډاګه شوى، خو ددوى پلټنې روانې دي.

د نوموړي په وينا، دا موټر له کابل څخه بغلان ته روان و چې د پېښې ښکار شو.

د بغلان د عامې روغتيا مرستيال ډاکټر عبدالحليم غفاري وايي چې روغتون ته له يادې پېښې څلور جسدونه راوړل شوي دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.